ژبه او ژبنۍ ځانګړنې

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۰۶ ب.ظ -

9

لیکوال : محمد عثمان څولیزی

ژبه د اړیکو او مفاهیمو د لېږد تر ټولو مهمه او ستره وسیله ده. دغه مفاهیم که په ویلې توګه وي او یا هم په لیکلې توګه مهمه نه ده. د ژبې په واسطه خپل نظر، غوښتنې او هیلې په منظومه یا منثوره بڼه او یا هم اشارې سره لېږدوو، خو شرط پکې د مقابل لوري پوهاوی دی.

د ژبې کلمې له اورېدو سره مو د درې ډوله ژبې انځور په ذهن کې راټوکېږي، معمولاً دغه ژبه به د انسانانو وي یا به د ژویو وي او یا به هم د تخنیکي وسایلو او پروګرامونو وي. په دې مانا چې نه یوازې انسانان له یو بل سره د اړیکو نیولو، غوښتنې او هیلې شریکولو لپاره ژبې ته اړ دي، بلکې نور ژوي هم د خپلمنځي اړیکو، خبرتیا او رابلنې لپاره له راز راز غږونو څخه کار اخلي او مقابل لوري سره خپله خواخوږي، نظر، خبرتیا او غوښتنه شریکوي چې ترټولو غوره بېلګه یې کورني او ځنګلي ژوي دي.

ددې واړو ترڅنګ درېیمه ژبه چې د تخنیکي وسایلو یا پروګرامونو ژبه ده هم په درېم ردیف کې ځای لري. یاني تخنیکي وسایل په ځانګړې توګه کمپیوټر هم خپله ځانګړې کوډیک سیستم ژبه لري چې انساني ژبه په کوډ او کوډیکه ژبه په انساني باندې بدلوي.

خو پوښتنه دلته رامنځته کېږي چې آیا دغه واړه ژبې سره یوشان دي، هدف یې یو دی او که سره توپير لري؟! دا هغه پوښتنې دي چې ځوابول یې د هرچا د وس او توان کار نه دی؛ پوره، کره او پراخې مطالعې ته اړتیا لري او یوازې هغه څوک یې ځوابولی شي چې ژبپوه وي او له همدغه مسلک سره یې په مینې او لېوالتیا کې عمرونه تېر او د سر وېښته سپین کړي وي.

دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره نامتو امریکايي ژبپوه او انسانپوه (چارلس هاکېټ) په ۱۹۶۰ زېږدي کال کې لومړنۍ هڅې پيل کړې اود خپلو اوږدمهاله څېړنو په پایله کې یې د انساني ژبې لپاره یوشمېر ځانګړنې په ګوته کړې، څو د ژویو له ژبې سره یې توپیر په ډاګه شي. د نوموړي په وینا انساني ژبه باید ددغو ځانګړنو لرونکي وي. هاکېټ د ژبې دغو ځانګړنو ته د (د ژبې رغوونکي توکي) یا ( Design Features of Language) نوم غوره کړ چې په لنډ ډول دلته ورته تم کېږو:

۱- عملي یا تطبیقي ځانګړنه ( Pragmatic Function ):

په دې مانا چې انساني ژبه کوم تصوري یا خیالی څیز نه دی، بلکې په رښتینې او عملي  توګه یوه موجوده پدیده چې انسانان یې د خپلمنځي راکړې ورکړې لپاره کاروي. خپلې ځانګړتیاوې او د استعمال ځای لري او انساني مانا لرونکي غږونه د اړیکو نیولو لپاره تولیدېږي. یاني یوازې انسانان دداسې مانا لرونکو غږونو د تولید توان لري چې په اسانه توګه ویل کېدی او لیکل کیدی شي.

۲- د څرنګوالي ځانګړنه (Modality):

د ژبې د تولید څرنګوالی په دې مانا چې ژبه د هغو مانا لرونکو غږونو پر مټ رامنځته کېږي چې د ځانګړو غږیزو غړو په واسطه تر یو خاص میکانیزم له لارې زېږي. دا هغه ځانګړنه ده چې په انسان او انساني ټولنې پورې خاصه ده او د مانا لرونکو غږونو په مرسته اړیکې او ارتباطات نیول کېږي. له دې څخه هدف دا دی له انساني غږ څخه موږ څرک لګولی شو چې دا غږ د چا دی؟ نارینه دی که ښځینه ده؟ ځوان دی که زوړ دی؟ پېغله ده که زړه ده؟ ولو که دغه غږ د پردې ترشاه یا هم په لرې واټن او په موبایل کې وي؛ درک کوو چې د پلاني یا پلانۍ غږ او آواز دی.

۳- د ادلون بدلون ځانګړنه ( Interchangeability):

د انساني ژبې دغه ځانګړنه په ټولو انسانانو کې ورته ده. یاني واړه انسانان د څه ویلو ترڅنګ د څه اورېدلو توان هم لري او هغه وخت د خپل مقابل پروړاندې خوله پرانیزي چې یوڅه واوري، په دې مانا چې د وینا په بدل کې تر اورېدو وروسته غبرګون ښودل په غږ د پوهېدو او هدف ته د رسېدو مانا لري. انسان که څه هم د غږونو د تولیدي سیستم له لارې یوڅه وایي له بله اړخه یې د اورېدونکي سیستم له لارې اوري هم، نو انساني غبرګون د غږ د اورېدو په پایله کې رامنځته کېږي.

۴- مانا لرونکې ځانګړنه ( Semanticity):

په ژبه کې هره اشاره او غږ ښايي مانا ونه لري، بلکې هغه اشارې او غږونه چې د ټولنې د وګړو له لوري منلې وي کارنده او د استعمال وړ او خپله ځانګړې مانا لري.کله کله داسې هم پېښېږي چې یوه اشاره په یوه ټولنه او هېواد کې په یوه مانا او په بله کې په بله مانا وکارول شي. یاني ښايي په یوه ټولنه کې مثبته مانا ورکړي او په بلې هغې کې منفي وي او یا یې هم د استعمال ځای او وخت سره توپیر ولري.

۵- اوډونکې ځانګړنه ( Arbitrariness):

د ژبې او کلمو منطقي اوډنه په دې مانا چې کومه کلمه کله او د چا لخوا د لومړي ځل لپاره او په څه ډول وکارول شوه. دلته مهمه دا ده هره کلمه چې موږ یې کاروو باید یوه مانا پکې نغښتې او هدف ځني حاصل شي. ښايي ډېره کوچنۍ کلمه د یو ډېر ستر څیز او مفهوم د افادې لپاره وکارول شي. لکه د (غر) کلمه چې یوه څپه او دوه توري ده، خو زموږ د شاوخوا چاپېریال د یوې ترټولو سترې پدیدې ښکارندويي کوي. ښايي د تورو او څپو له مخې یوه بله ستره کلمه لکه (مېلمستون) چې د تورو او څپو د شمېر له کبله له پورتنۍ کلمې څخه زیاته ده؛ خو په یوه کوچنۍ کوټه او خونه دلالت کوي. دلته دا مهمه نه ده چې د تورو او څپو د شمېر له مخې یوه ستره کلمه دې حتماً د یو لوی او غټ څیز د ښکارندویۍ لپاره وکارول شي او کوچنۍ دې ددې برعکس، هدف یوازې د مفهوم افاده کول دي.

۶- د کلتور لېږد ځانګړنه ( Cultural Transmission):

د انساني ژبې تر ټولو مهمه یوه بله ځانګړنه چې نور ژوي ځني خلاص دي دکلتور لېږد دی. د یوې ټولنې وګړي یوه پدیده یا څیز په یوه نوم نوموي او د بلې ټولنې بیا هماغه څیز په بل نوم سره یادوي. دلته هم ژبه رغنده نقش لوبوي او یوه ټولنه د بلې هغې له دود او دستور څخه خبروي. د بېلګې په توګه (سور رنګ) چې زموږ په ټولنه کې د قربانۍ او سرښندنې مانا لري، په بله ټولنه کې یې د مینې سمبول بولي. په ګاونډ یا یوه سیمه کې پاتې کېدو سره د یوې ژبې وګړي په اسانۍ سره کولی شي د بلې یوې په ژبه خبرې وکړي، له دوده یې خبر او په راحتۍ سره ورسره راکړه ورکړه تر سره کړي.

۷- د تګلارې ځانګړنه ( Discreetness):

د انساني ژبې له دې ځانګړنې څخه هدف دا دی چې په انساني ژبه کې یوه جمله د ځانګړو اصولو له مخې په جلا جلا برخو وېشلی او ټوټه کولی شو. که په جمله کې که د یوې کلمې پرځای بله هغه وکاروو نو د جملې مانا او محتوا بدلون مومي. مثلاً: احمد خط لیکي. احمد کتاب لولي. دواړه جملې درې جزه دي یاني فاعل یې یو دی خو مفعول او فعلونه یې سره توپير لري. همدارنګه د جملې دغه کلمې هم له کوچنیو برخو یا فونیمونو څخه په سیستماتیک ډول تشکیل شوي دي.  لکه: (احمد = الف + ح + م + د(

۸- د موخې اوړون ځانګړنه ( Displacement):

انساني ژبه دوه کاره ترسره کوي یو خو ژبه په نورو برخو کې او د نورو څیزونو په هکله د څېړنې لپاره کارول کېږي او بله دا چې ژبه په خپله د ژبې په هکله د څېړنې او سپړنې لپاره کارول کېږي. یاني ژبه په یوه وخت کې هم د ځان په هکله په څېړنه کې کارول کېږي او هم په نورو برخو کې ځني کار اخیستل کېږي؛ چې نور ژوي او ژبې یې له دې ځانګړنې کاملاً بې برخې دي.

۹- تولیدي ځانګړنه ( Productivity):

انساني ژبه ددې توان درکوي، څو د داسې څیزونو په لیدلو، اورېدلو او لوستلو لاسبري شئ چې تردې وړاندې ورسره نه یاست مخ شوي. یاني زموږ ژبه موږ ته دا وړتیا رابښي چې نوې پنځونې وکړو یا په نویو پنځېدلو توکو باندې له مخ کېدو سره سم مو ذهن پرې خلاص او هدف ځني ترلاسه کړای شو. دا یوازې په انساني ژبه کې شونتیا لري چې ژبه یې ورځ تربلې اوړون او بدلون مومي او نور ژوي ورځني خلاص او بې برخې دي.

په پای کې باید ووایو ژبه نه یوازې ددغو ځانګړنو لرونکې ده، بلکې ګڼې نورې ځانګړتیاوې هم لري؛ خو د موضوع له اوږدېدو څخه د ډډې کولو لپاره دلته په همدې یادو شویو بسنه کوو. هېره دې نه وي چې له پورته ذکر شویو شمېرو څخه وروستۍ درې واړه یې هغه ځانګړنې دي چې یوازې په انساني ژبې پورې خاصې دي او د نورو ژویو ژبې له دې درې ځانګړنو څخه کاملاً بې برخې دي. دا یوازې انساني ژبه ده چې دغه ځانګړنې یې خپلې کړي او د نورو موجوداتو له ژبو څخه یې رابېلولی شو. نو زموږ ژبه مو د هویت، کلتور، پرمختګ او وروسته پاتېوالي د څرګندولو ترټولو مهمه وسیله او پدیده ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .