ژورناليزم، که سيلقه ييزم او شوقيزم؟

ليكوال: ليکوال : جان محمد (صالح) ۹ میزان , ۱۳۹۳ ,ساعت ۶:۵۵ ب.ظ -

فلانی خبريال وروره، نن پر دوې بجې فلاني مراسم وو، تړلي ښوونځي پرانيستل کېدل، تاسي نه معلومېدلاست؟ ولا ياره موږ خو داسي بې ارزښته شيانو ته نه ورځو. د يوه ښوونځي يا دوو پرانيستل کېدل خبري ارزښت نه لري. آ ښه تاسي پرون د عامي روغتيا رياست ته نه واست راغلي، هلته د ځينو مهمو روغتيايي اساساتو په اړه چي د ژوند په ځينو چارو کي يې په پام کي نيول ضرور دي، د روغتيايي ماهرينو له خوا څخه خبريالانو ته معلومات ورکول کېدل. پوښتنه يې راڅخه وکړه چي دوی خبريالانو ته څه ډول معلومات ورکول، آيا خبريال په يوه ورځ ډاکټر کېدلای سي؟ ما ورته وويل چي نه، ياره دوی نه غوښتل چي خبريالان ډاکټران سي، بلکي د لاس پرېوللو، موسمي روغتيايي اساساتو د ګټو او نورو په اړه يې موږ او تاسي ته لومړني طبي معلومات راکول، تر څو په خپلو خپرونو کي خلکو ته د دغو مهمو چارو د اهميت په اړه معلومات ورکړو او په دې ډول خپله ټولنه له هغو ناروغيو څخه وژغورو چي دغو روغتيايي اساساتو ته د نه پاملرني له امله زموږ زياتره خلک ورسره مخ کېږي. ويل، کښېنه تاسي خو بېخي له خبريالانو څخه نالوستي او له هر څه ناخبره کليوال جوړ کړل.

ليکوال : جان محمد (صالح)

ليکوال : جان محمد (صالح)

بيا مي ورته وويل چي په فلاني ځای کي د کندهار لپاره پر يوه لويه حياتي پروژه کار روان دی. دا پروژه خورا مهمه ده، نو موږ او تاسي بايد د ټولني د څلورم څارونکي ځواک په توګه له هغې څخه پر وخت څارنه وکړو او که احياناً د قرارداد خلاف يا په اصطلاح، بې کيفيته کار کېږي، بايد اوس يې په ډاګه کړو او چارواکو ته يې ورپام کړو، ځکه اوس لا سر د چاري دی، بيا چي پروژه بشپړه سي، زموږ نارې سورې هيڅ معنی نه لري. ويل، ستا اعصاب خراب دي، تر اوسه دېوالونه لا تکميل سوي نه دي، ته بيا ورځې او که د کيفيت په اړه يې راپور جوړوې. ويل، ته ودرېږه چي يو پنځوس فيصده خو يې کار مخ ته ولاړ سي، بيا به يې ګورو. بيا مي ورته وويل چي هغه بله ورځ په پوهنتون کي فلانی پوهنځی پرانيستل سو، په دې اړه ستاسي په رسنۍ کي راپور نه و خپور سوی؟ ويل، ياره ته داسي جزئي مسايل يادوې، چي سړی دي پر خبريالتوب شکمن کېږي. زما څخه د ټول کندهار يوه امنيتي پېښه نه ده ميس سوې او د هري موضوع څخه تر نورو اول خبرېږم، ځکه زياتي اړيکي لرم او ته وايه دا او ها ده.

ما ورته ويل چي داسي ده، نو په فلانۍ ورځ ولي په هغه فلانۍ غونډه کي ناست وې، سره له دې چي دا ما چي درياد کړل د دغو مسايلو په پرتله يې هيڅ ارزښت نه درلود. ده راته وويل چي يو به د خلکو په طبيعت کار نه لرې. دا ډول مراسمو ته زه ځم، که څه هم زما اداره دا ډول راپورونه نه غواړي، خو زه د خپل شوق او طبيعت پر اساس ورځم. ما ورته وويل چي په فلانۍ ورځ فلاني ځای ته تللی وې او د فلاني چارواکي سره دي مېلمستيا کړې وه، تر هغه وروسته مو مرکه هم درلوده، نو هلته څنګه ولاړاست، حال دا چي دغه موضوع دومره خبري ارزښت هم نه درلود، خو تاسي د دومره اوږده واټن سره سره هلته ځان رسولی و. ويل، دا بيا زما سليقه ده، زه غواړم د يو آزاد خبريال په توګه هغه څه وکړم چي زما زړه يې غواړي. ويل، ما ته په ډېرو مواردو کي حتی د خپلي ادارې پاليسي هم مهمه نه ده. ويل، زه زياتره وخت د موضوع خبري ارزښت ته نه، بلکي خپل ذوق ته ګورم، که يې خوند راکړ ځم او که نه و، نه ځم. ما ورته وويل چي ژورناليستيک فعاليتونه د ټولني د اړتيا او تقاضاء پر اساس تر سره کېږي او د سليقې او ذوق پر اساس؟ ويل، يا د ټولني د اړتيا او د ژورناليزم د اساساتو پر اساس.

ما ورته ويل چي دا ستا پاليسي د ژورناليستيکو اساساتو مطابق ده؟

ويل، ستا اعصاب خراب سوي دي، دلته هر څه له نوري دنيا سره په مغايرت کي روان دي. زموږ د ټولني او د نوري دنيا شرايط فرق کوي. هلته حالات عادي دي، ځکه نو کارونه هم عادي او معمولي بڼه لري، دلته حالات ترينګلي دي، ځکه نو کارونه هم له معمول او عادي حالت سره په پوره موافقت کي نه دي. ويل، تر هغو چي عمومي حالات سمېږي، دا کيسه به همداسي سرچپه روانه وي او سر به نه خلاصوو. خبري مو سره اوږدې سوې، که د زه د ده او د خپلي مناقشې پوره بيان درته کوم، نو يو عالم وخت غواړي. له ده څخه تر راروانېدو وروسته مي پر هغو عواملو فکر وکړ چي زما له نيمګړي انده دغه حالت يې رامنځ ته کړی دی. زه فکر کوم دوه عمده عوامل د دې سبب سوي چي زموږ ژورناليستيک ډګر هم د معمول فعاليت له پلوه اغېزمن کړي.

يوه خبره دا ده چي له بده مرغه سهيل په ځانګړي ډول کندهار دا درې لسيزي له علمي پرمختيا څخه بېخي لېري پاته سوی او اوس په هره برخه کي د مسلکي بشري ځواک له کمښت سره مخ دی. د نورو مسلکي ډګرونو په څېر په ژورناليزم کي هم موږ مسلکي کسان نه لرو او همدا وجه ده چي زموږ ځيني مطبوعاتي فعالان داسي مفکوره لري او په داسي ذهنيت او هدف کار کوي چي له معمول او اړتيا سره خورا لوی توپير لري. بله خبره چي ټولو لوستونکو ته تر ما ښه واضح ده، له بده مرغه دغي سيمي ته د ځينو لويو رسنۍ والو ښه نيت نه لرل دي. ځينو رسنيو د سياسي ملحوظاتو او شخصي علايقو او سليقو پر اساس په لوی لاس په کندهار کي داسي کسان ګمارلي چي هغوی د ژورناليزم په برخه کي نه له علمي او نه هم له تجربوي پلوه د دې وړتيا لري چي دغه دنده دي ورکړل سي او پر مخ دي يې بوزي. نو داسي ښکاري چي موږ په نيمه ارادي او نيمه تحميلي ډول د علمي ژورناليزم پر ځای د سليقوي ژورناليزم خوا ته روان يو او دا داسي يون دی چي که دوام وکړي، نه يوازي خطرناک راتلونکی زېږوي، بلکي راتلونکی اساس هم خرابوي او دا هغه څه دي چي کولای سي موږ د تل لپاره د هغه آرمان له پوره کېدو څخه محروم کړي چي په کندهار کي د واقعي مدني بنسټونو د رامنځ ته کېدو په اړه يې لرو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .