ژباړه: عطا محمد میاخېل
ژوند ښکلی دی، په دې شرط چې د یوه کس له پاره ژوند وکړې. مرګ ښکلی دی، په دې شرط چې د یوه کس له پاره ومرې. ته ښکلې یې په دې شرط، چې د یوه نفر له پاره واوسې. غم ښکلی دی، په دې شرط، چې د یوه کس له پاره غمجن واوسې. مینه ښکلې ده، په دې شرط چې په یوه کس باندې مین واوسې. یو کس هم ښکلی دی، په دې شرط چې یوازې ستا له پاره وي.
(0)