ښاريان: ګردېز کې ککړتيا ډېره شوې

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۶ ق.ظ -

د پکتيا يو شمېر ښاريان وايي، دغه ښار کې کثافات او ککړتيا ډېره شوې چې له امله يې ګڼې ستونزې راپيدا شوي دي.

دوی وايي، ښاروالۍ په دې برخه کې بېغوري کوي او کثافات تر ډېره په ښار کې پراته وي.

خو د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد په ښار کې په خپل وخت د کثافاتو د پورته کېدو خبره کوي او وايي چې دوی هر وخت له ښاره کثافات لرې، پرتو ساحو ته وړي او د کثافاتو په برخه کې له ښاريانو ګيله کوي چې ګوندې ښاریان کثافات هغو ساحو ته نه انتقالوي، کومې چې ښاروالۍ ټاکلي دي.

n00062080-t

د ښاروال په خبره، ښاریان کثافاتيا په ويالو کې غوځوي او يا يې د دوکانونو مخو ته اچولي وي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .