کابل:د بګرامیو استوګن په ناحیې د ولسوالۍ د بدلیدو مخالف دي

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۷ ب.ظ -

د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اوسیدونکو نن د دې ولایت له والي سره لیدلي او د ښار په ناحیې یې د دې ولسوالۍ له بدلیدو سره مخالفت کړی .

د کابل ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې د یادې ولسوالي یو شمېر سپین ږیرو له والي محمد یعقوب حیدري سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ولسوالي یې ۴۰۰ کلنه سابقه لري او نه شي زغملای، چې د ولسوالۍ له تشکیله د ښار په ناحیې بدل شي .

والي د دې احتمال له تاییدولو او ردولو پرته ویلي، چې له خلکو څخه دولت سره د همکارۍ تمه لري او هیله من دی، چې خلک د دولت هرې پریکړې ته غاړه کېږدي .

BG

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .