کابل:د کلکان ولسوالۍ حلقوي سړک جوړیږي

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۰۱ ب.ظ -
 
د کابل د کلکان ولسوالۍ د حلقوي سړک د جوړېدو چاري پیل شوې . د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مالي او اداري معین معراج الدین شمس د دغه سړک د کار د پيل پرمهال وویل: چې یاد سړک ۶،۳۵ کیلو متره طول او ۴ متره عرض په لرلو سره په کانګریټي دول سره د قوچي کلي څخه تر عبادالله کلیو پورې جوړېږي. ده زیاته کړه،د یاد سړک د جوړیدلو په چارو ۴۹ میلونه افغانۍ لګښت راځي چې د کابل ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د کلیوالې لارو جوړولو پرواګرام لخوا ورکول کیږي. شمس وویل: چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د کلکان ولسوالۍ د خلکو ګڼي ستونزې حل شي. sa

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .