کابل:د کلیوالي صنایعو نندارتون جوړشو

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۵۹ ب.ظ -

په کابل کې د لسګونه افغان کلیوالو ښځو د لاسي تولیداتو نندارتون جوړ شو .

دا نندارتون د کلیو او پراختیا وزارت په مرسته په بابربڼ کې جوړشوی، چې د ۵ زونونو لسګونه ښځینه وو پکې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي .

د کلیو او پراختیا وزارت سرپرست مجیب الرحمان کریمي وایی، وزارت یې تراوسه د کلیوالو صنایعو د پروګرام له لارې ۱۲۷ ورته نندارتونونه جوړ کړي او لا به دوام ورکړي .

هغه د دغو نندارتونونو هدف د کلیوالي صنایعو پیاوړتیا او ورته بازارموندنه ښيي .

rr

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .