کابل لوبډلې امو ته ماتې ورکړه

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۲۱ ب.ظ -

د غازي امان الله خان لیسټ ای یو ورځنیو لوبو په ترڅ کې کابل زون امو زون ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه، لومړی امو لوبډلې توپ وهنه وکړه او کابل لوبډلې ته د ۲۷۳ منډو هدف ورکړ، د امو ۶ ویکټې پریوتې وې.

FB_IMG_1531233868280

د امو لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې ۶۵ منډې درویش رسولي وکړې، شرف الدین اشرف هم نیمه سلیزه پوره کړه او د ۵۶ منډو په جوړولو سره ناسوځیدلې له میدانه ووت. په نورو ښو ځلیدلو توپ وهونکو کې حاجي مراد مرادي ۴۵ او جاوید احمدي ۳۰ منډې وکړې. د کابل له توپ اچونکو باطن شاه ۳ او عارف خان او کریم جنت یوه، یوه ویکټه واخسته. د کابل لوبډلې له توپ وهونکو شفیق الله ښه وځلید او تر ټولو ډیرې ۵۰ ناسوځیدلې منډې یې وکړې، بهار شینواري او کریم جنت هر یوه ۴۲-۴۲ منډې تر سره کړې تر دوی وروسته له ښو ځلیدلو توپ وهونکو عمران جنت ۳۳ او غمي ځدراڼ ۳۲ منډې وکړې. د امو لوبډلې شرف الدین اشرف ۲ ویکټې او عبدالله عادل، جاوید احمدي او زوهیب یوه یوه ویکټه واخسته. د کابل لوبډلې توپ وهونکی شفیق الله د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .