کابل کې د امريکا سفير: افغانستان به بيا د ترهګرو ځاله نه شي

۲۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۶ ق.ظ -

امريکايي چارواکو په ځلونه کرته ژمنې کړي چې افغانستان کې به روانه جګړه پای ته رسوي او دا هېواد به بيا د ترهګرو ځاله نه شي.

خو داسې برېښي چې امريکايي چارواکي د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلي.

کابل کې د امریکا سفیر هوګو لورنس وايي هېواد به يې هیڅکله اورپکو ته دا اجازه ور نکړي چې افغانستان د خپلې ځالې په توګه وکاروي.

بي بي سي په خپل يو راپور کې د ښاغلي لورنس په حواله ليکلي:

 “زموږ په یاد دي چې دغه کړکیچ څنګه پیل شو خو دا باید هم په یاد ولرو چې بايد څنګه پای ته ورسېږي. افغانستان به هېڅکله بیا د هغو لپاره چې پر موږ او زموږ پر متحدینو بریدونه کوي په يوۀ پټنځي او يا داسې ځاى بدل نشي چې په کې د حکومت واکمني نه وي.”

د ښاغلي لورنس دا څرگندونې وروسته له هغه مخې ته راځي چې نيويارک ټايمز څو ورځې وړاندې د یوې سرچینې په حواله وويل، امریکا افغانستان ته ۳۵۰۰ تازه دمي سرتیري استوي. له دې سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر ۱۴۵۰۰ ته پورته شي.

د امریکا مېلېټري ټایمز وېبپاڼې ويلي، پنټګان د يونيم سل “اېم ډي ۳۵۰ ډوله” چورلکو د پېرلو يو تړون لاسليک کړى چې ورباندې ١،٤ ميليارد ډالر لگښت راځي.

ټاکل شوې دا چورلکې افغان هوايي ځواک ته وسپاري.

DH4_H8xXcAUSPNb

ښاغلي لورنس چې د ناټو مرکز کې یې پوځیانو ته دغه څرگندونې کولې زياته کړه، متحده ایالتونه به په سیمه کې اسلامي دولت نومې ډله په بشپړه توګه ویجاړه کړي.

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ځنډ او انتظار وروسته د افغان جګړې په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ښاغلي ټرمپ وویل، له افغانستان د امریکايي ځواکونو چټک او مخکې له وخته وتل به تشه رامنځ ته کړي چې “ترهګر” به یې ډکه کړي، نو ځکه امريکايي ځواکونه به تر هغه افغانستان کې پاتې وي چې له وسلوالو طالبانو او نورو ډلو سره روانه جگړه وگټي.

د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال پر پاکستان تور پورې کړ چې دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی.

خو پاکستان د امريکايي ولسمشر دا تورونه رد کړل او وې ويل چې له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کې يې ډېرې قربانۍ ورکړي.

پاکستان څو ورځې وړاندې له نورو هېوادونو خپل استازي اسلام آباد کې يوې غونډې ته وربلل. له غونډې وروسته خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي و چې اسلام آباد به د امريکا پر ځاى له نورو هېوادونو سره اړيکي وپالي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .