کاناډایې محکمې د جاشوا بویل پر دوسیو غور پیل کړ.

۲۰ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۰۸ ب.ظ -

یو کاناډايي، چې له خپلې امریکايي مېرمن او ماشومانو سره په وروستیو کې په پاکستان کې د طالبانو له منګولو وژغورل شو، په خپل هیواد کې د ۱۵ جرمونو له تور سره مخامخ شوی دی.

د کاناډا تبعه جاشوا بویل له خپلې امریکايي مېرمن او درو ماشومانو سره د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې په پاکستان کې له حقاني شبکې څخه وژغورل شو.

بویل او مېرمن یې د افغانستان د سفر په ترڅ کې د طالبانو د حقاني شبکې له لوري وتښتول شول. د برمته توب په مهال د بویل مېرمن اومیندواره وه.

د یرغملتوب په لړ کې د دوی ۳ ماشومانو وزېږېدل.

دوی له خوشي کېدو وروسته کاناډا ته ستانه شول خو اوس په کاناډا کې بویل پر ۱۵ جرمونو تورن شوی دی. په دې جرمونو کې جنسي تېری، د وژونکي درمل کارول او د قتل هڅه شاملېږي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې په جاشوا بویل باندې د تجاوز او حملې ۸، د جنسي تېري ۲، په زوره د انسان د ساتلو ۲ او د وژونکې درمل د استعمالولو ۲ تورونه پورې شوي دي.

جاشوا بویل همداراز په دې تورن دی چې یو ځل یې یو تن په وژلو ګواښلی، په یو بل مورد کې یې پولیس تېرایستلي دي.

30254_L16x9

ده دا ټول جرمونه له خوشي کېدو وروسته د ۲۰۱۷ د اکتوبر له څوارلسمې د همدغه کال د دسمبر تر دېرشمې پورې په کاناډا کې کړي دي.

تیره /چهارشنبه/ د کاناډا د اوټاوا محکمې د بویل پر دوسیو غور پیل کړ.

د بویل یوه مدافع وکیل اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې موکیل به یې محکمې ته حاضر نه شي.

د دغه وکیل په وینا بویل په توقیف کې دی خو د اوټاوا ښار پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بویل امریکايي مېرمن کیتلن په یوه پیغام کې، چې تورینټو ستار ورځپاڼې خپره کړې ده، ویلي«د ځانګړو تورونو په اړه تبصره نه شم کولی، خو د کلونو کړاوونو د ده پر روحیې اغېز کړی دی.»

کیتلن دا هم لیکلي چې د دې خاوند د خپل عمل مسوول دی.

جاشوا بویل پخوا د ګوانتنامو د پخواني بندي عمر خدر له خور زینب خدر سره واده کړی و.

د زینب پلار د القاعده شبکې یو مهم مالي ملاتړ کوونکی ګڼل کېده او له اسامه بن لادن سره یې هم ارتباط درلود.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .