کتاب او د مړینې کړاو

۱۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۲ ق.ظ -
لیکنه : حیات الله ژوند همداسې کېږي! څه چې د معمول خلاف وي، همداسې برخليک به يې په برخه وي. که بنيادم وي که د چا کړنه وي او ان که کتاب او يا ليکنه چى د عرف او دود خلاف وي؛ نو همدا به يې سزا وي. هرومرو چې دا کتاب به هم له دې برخلیک سره مخامخېده. هغه څه چې د دوی په زړه نه وي، خود به پرې بد لګي. خو رښتیا خبره دا ده، چې زما مخاطبین دوی نه وو، زما مخاطب په ما کې دننه یو بل کس و، چې زه يې ساه انګېرلو ته نه پرېښووم او دا ارته ځمکه يې راباندې ورکوټی مړستون کړی و. ما له دې زندانه ازادېدل غوښتل، ما غوښتل چې یو څو ګامه د خدای په دې ښېرازه طبیعت کې واخلم، وګرځم، د کلي په ډنډ کې پلن کاڼی وار کړم او په یو څو ټوپونو سره کاڼی له ډنډه ها غاړه نیم وچ ووځي. ما غوښتل، چې لوڅې پښې په اغزنه ځمکه کې وګرځم، اغزي مې په پښه کې لاړ شي او بیا مې سترګې له ډېر درده اوښلنې شي. ما د هر بل چا په څېر لويې هيلې کولې، دا ټولې هيلې یو ارماني ښار و، یو سراب و، چې رسېدنګ ورته په دغه تپه تیاره نړۍ کې ناشوني غوندې و. ما په لومړي سر کې هم زړه نه ښه کاوه، د خپرندوی غاړه مې ورخلاصه کړې وه، چې دا داستاني کتاب مه چاپوه؛ خو ده به تل پر چاپ ټینګار کاوه، اخر يې په ډېر ټینګار رانه د دغه کتاب لاسي نسخه یووړه او موده وروسته يې ترې یو پنډ کتاب برابر او چاپ کړ. خو يو څه موده وروسته چې د خپرندوى کارځي ته ورغلم، راته ويې ویل، چې د ښار ډېرو کتابپلورنځیو ستا کتاب بېرته را استولی دی. هغوی ویلي دي، چې په دغه کتاب المارۍ ډکول له ځان سره ظلم دی، پېرېدونکي نه لري. خپرندوى زیاته کړه: «نن سهار په تلویزیون کې یوه خبرلوڅ ادیب ستا کتاب د مثال په توګه په خپلې وینا کې یاد کړ.» ما د خپرندوی خبرې پرې کړې او په نیولي غږ مې وویل: «په داسې حالت کې چې کتابپلورنځي دا کتاب له ځان سره د ساتنې وړ نه ګڼي، د خدای زر ځله شکر ادا کول پکار دي، چې لږ تر لږه یو کس خو پيدا شو، چې دا کتاب يې د مثال په توګه یاد کړ او نيوکه يې پرې وکړه.» خپرندوی خبرې وغځولې. ما د هغه د خبرو تر منځ د هغه څېره لوستله، له اننګو يې خپګان څڅېده. دی ملامت نه و، تاواني شوی و، پر کتاب يې تر اندازې زيات لګښت کړې و، هغه زياته کړه: ــ په تلويزيون کې خبرلوڅ ادیب وویل: «د مرګ استازی» د خلکو اروا ځپي، د دغه کتاب لیکوال له سره د موضوع په غوراوي (انتخاب) نه دی خبر او نه هم د انسان له روان څخه خبراوی لري. ادب باید د خلکو په چوپړ کې وي ادیب پرله پسې لګیا و، پر کتاب نیوکې يې له ځانه سره کتار اېښې وې، یوه یوه يې رااخیسته او یادونه يې کوله. خبرلوڅ ادیب ویلي و: «څه چې د خلکو له باورونو سره په ټکر کې وي او په رښتیني ژوند کې د پلي کېدو وړ نه وي، هغه تش په نامه لیکوال او ليکنه يې دوه توته نه ارزي. دا موضوعات بايد له ادب سره ونه تړي. ادب خو له ژونده بېزاري نه ده. ادب د ګودر د غاړې ښکلا، د پېغلو خندا او د هغو د پايزېبونو شرنګهار دی.» خپرندوی خپله کيسه غځوله: په تلوېزیون کې ناست ادیب یو ګیلاس اوبه ورواخیستې او په یوه ساه يې تر ستونې تېرې کړې. خپرندوی د «ادیب» د خبرو په اړه وویل: «ادیب ټینګار وکړ، چې ادب د ښکلاوو یوې لویې کروندې ته ورته دی، له اغزیو باید ځان وساتئ او یواځې ګلانو ته پام وکړئ. اغزي دې خپل کار کوي، زموږ کار له ګلانو خوند اخیستل دي. د «مرګ استازي» د ګلانو پر ځای اغزیو ته لاس اچولی دی.» ما چې د خپرندوی داستان اورېده او په دواړو غوږونو ورته غوږ وم؛ خو دې خبرې مې هم په ذهن کې لکه برېښنا څړيکه وکړه. دغه ښاغلي ادیب پر دې خبرې غور نه و کړی، چې داسې کتاب هم باید ولولو چې ومو چیچي. که داسې کتاب چې پر مخ مو یوه لویه څپېړه رانه کړي او راويښ مو نه کړي، ويې نه لولو، ګټه به یې څه وي؟! زما په اند خو”د مرګ استازی” د راوېښېدو دنده پر غاړه لري. بايد دې ويدو ته ټکان ورکړي. خو خپرندوی دې ته هم خپه و، چې ادیب د سانسور له ادارې غوښتي، چې د دا ډول کتابونو مخه ونیسي. ما ته يې وویل: «که پر کتاب بندیز ولګوي، بیا؟» ما به نو څه ورته ویلي وی؟ لنډه مې د کتاب پر نه چاپ د ټینګار خبره وریاده کړه. شونډې يې وځړېدې، په نیولي غږ يې وپوښتل. ــ ولې د نورو لیکوالو په څېر له ګودر، منګي او مینتوبه نه غږېږې؟ ما يې ځواب نه لاره، ورنه ومې پوښتل: «که په یوه لویه کنده کې پراته واوسو، د نور یواځینی سوری هم نه وي، چې سترګې مو وغړېږي، چارچاپېره تپه تیاره وي او ساه هم درباندې بوج شوې وي، څه به لیکې؟ د رڼاګانو د ښار کیسې به څنګه کوې؟ په زرهاوو خلک شته، چې تر دې په ژوره کنده کې شپې او ورځې په یوه ناپایه تورتم کې تېروي.» خپرندوی غلی ودرېد، سوی اسوېلی يې وایست، آه ادیبه!!! په خپلو خبرو کې خو ادب مینه والو ته د مرستې په پلمه ته لاس ورغځوې؛ خو لاس دې دومره ترې لرې نیسې، چې تر اخره پورې يې نه لاس دررسېږي او نه هم هغه کس چې مرسته ورسره کېږي، ستا لمن پرېږدي. د یوه سراب په څېر خلکو ته د اوبو دروغجن انځور وړاندې کوې او که ستا پر پل پل کېږدي، د جهيل په څېر به په یوه ځای کې ولاړ وي او یوه ورځ به راشي، چې مخ پر وړاندې ګام اخیستنه هېره کړي. زما په روان کې دا خبره بيا راپورته شوه، چې: «که همدا اوس مې پر کتاب هغه نیوکګر موندلی وای، د انسان د روان شرح مې ضرور ترې پوښتله. دا مې هم ورته ویل، چې ادب یواځې پر منګي، چینه او مینې ولاړ دی؟» د خپرندوی له کارځي چې راووتم، یو کتابپلورنځي ته مې سر ورښکاره کړ، په دغه کتابپلورنځي کې لا هم «د مرګ استازی» و، نژدې ورغلم، پاڼې مې يې واړولې راواړولې. له کتابپلورونکي مې د کتاب د محتوا په اړه وپوښتل. ده وویل: «په دغه کتاب کې مرګ د پای ټکی نه؛ بلکې د نوي ژوند پيل دی.» ــ نو خلک ولې په دغه کتاب پسې بدې ردې وايي؟ کتابپلورونکی چې د کتابونو په سمولو بوخت و، د ټولنیزو علومو یو کتاب یې د ادب برخې له کتابونو راوایست او په خپله برخه کې يې کېښود، هغه ظریف انسان و، کتابپلورنځی يې ښه منظم جوړ کړی و. د هرې برخې کتابونه یې د نوم پر اساس په ترتیب اېښي وو. ده وويل: ــ خلک مرګ مجازاتو ته ورنژدې کېدنه ګڼي، دوی ان د «مرګ» له کلمې وېرېږي. داسې کتاب چې په يو سم تعبير مرګ د ژوندانه لویه نېکمرغي ګڼي، څنګه به يې سانسوريان خوښ کړي. دا ټولنه نه د ژوند په خوند پوهه شوې او نه هم د ژوند نشتوالي ته زړه ښه کوي. خپل کتاب مې راواخیست، پر پوښتۍ يې یو سړی لمر ته ولاړ و، سر يې په خپله اوږه ايښی و. څېره يې لکه کورکمن تکه ژېړه وه. په ځلنده لمر کې د ولاړ دنګ سړي سیوری نه و ترسيم شوی؛ خو تر څنګ يې یوې وچې بې پاڼو ونې لوی سیوری جوړ کړی و. د لاسونو ګوتې يې داسې سره پېيلې وې، چې پنځه ګوتې يې درې ګوتې ښکارېدې. لیدونکي په لومړي کتو ګومان کاوه، چې پر پوښتۍ انځور شوی سړی پنځه پنځه ګوتې نه؛ بلکې دواړه لاسونه يې درې درې ګوتې لري. خپرندوى تر دا وخته له ما سره د پښتۍ انځور نه و شریک کړی، دا لومړی ځل و، چې د خپل کتاب پښتۍ مې وليده . ما هم تر دې ښه څیز ورته انتخابولی نه شوای، که رښتیا درته ووایم، په هماغه ورځ چې يې لاسي نسخه رانه یووړه، د کتاب تر چاپېدو پورې مې بیا د خپل کتاب متن ونه لید. زه يې کار ستایم، کتاب يې ښه جوړ کړی و. ټیک یوه اوونۍ وروسته خپرندوى راته برېښناليک وکړ، چې باید ورشم او له نژدې ورسره پر یوې موضوع وغږېږم. زما د هستوګنځي او د خپرندوی د کارځي تر منځ واټن درې ساعته مزل دی. د ورتلو پر مهال مې ډول ډول خبرې په ذهن کې ګرځېدلې. د خپرندوى خپګان مې لا هم د ذهن مرکزي موضوع وه. خپرندوی د فرهنګي خدمت تر څنګ د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره هم د کتابونو خپرولو ته غاړه ايښې وي؛ خو دی ظاهراً زما د کتاب پر چاپ پښېمانه ښکارېده. تر درې ساعته مزل وروسته د خپرندوی کارځي ته ورسېدم. د خپرندوی په لیدو حیران شوم. په څېره کې يې نه پخوانی خپګان ښکارېده او نه هم د کتاب د نه پلورنې د اندېښنې کوم څرک. له لاسه يې ونیولم، په منډه يې د کارځي دویم پوړ ته وخېژولم. ما ورته کړه: ــ دومره بیړه نه ده پکار، په ارامۍ به وخېژو. زه کله هم د دویم پوړ دغې خونې ته نه وم راغلی؛ خو په راننوتو سره مې خپل هوښ له لاس ورکړ. ما ورنه وپوښتل: «ستا خوښي د همدې لپاره ده، چې کتابونه لا هم پنډه پراته دي او لا هم پلورل شوي نه دي؟ څومره بې ځايه خوښي!!!» خپرندوى کتابونه په الماريو کې منظم ايښي و، له ځمکې څخه نیم متر لوړې المارې په دېوال کې ټک وهل شوې وې او د الماريو تر څنګ لوی تراټ او مېخونه هم پراته وو. ده راته د سانسور ادارې اطلاعیه راوښووله، په دغه اطلاعیه کې راغلي و، چې «د مرګ استازی» دې په درېیو ورځو کې دننه له کتابتونونو ټول شي او هېڅوک د دغه کتاب د پلور اجازه نه لري. ده راته وویل: «ته غم مه کوه، دا کتابونونه ټول په خوندي ځای کې ږدم، هغه مهال چې دوى مرګ ته غاړه کېږدي او په سر سترګو يې ومني او مړینه عذاب ته ورنژدې کېدنګ ونه ګڼي، بیا به یې بازار ته يې وړاندې کړم. چې هر کله یو څیز ته اړتیا زیاته شوه؛ نو بندیز هم خپل حیثیت بایلي. هغه مهال به دا کتاب د زرینو کتابونو په نوملړ کې راشي.» خپرندوى د کتابونو پر سمولو بوخت و، د موضوع په اړه مو خبرې هم کولې، لوی تراټ يې راوخیست او الماري يې داسې وپوښله، چې بیا سپړنه به يې ډېر وخت وغواړي. download-1

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .