کردي ‌جنګیالۍ: د داعش پر ضد جګړې ته دوام ورکوو

۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۰۶ ب.ظ -
  کردي ښځینه جنګیالۍ وايي، له داعش څخه د نیول شوو کردي ښځو تر خوشې کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکړي. دغه ښځینه جنګیالۍ وايي د داعش له خوا د نیول شوو کردي ښځو په اړه فکر کولو دېته اړ کړې، چې د دوی د خوشې کېدو لپاره جګړې ته مخه کړي. په دغو جنیګالیو کې داسې کردي ښځې هم شته، چې د داعش پر ضد جګړې ته آن له اروپايي هېوادونو ورغلې دي. د سوریې په خاوره کې د داعش پر ضد د جګړې یوه برخه هم هغه کردي ښځې جوړوي، چې د خپلو دوستانو د بېرته راخوشي کولو لپاره یې وسلې پورته کړې او د داعش پر ضد یې د نارینه جنګیالیو په څېر جګړه پیل کړې ده.    
  دغه کردي ښځینه جنګیالۍ د داعش پر ضد جګړه کې د نارینه جنګیالیو په څېر زړورې او مسلکي دي. دوی ټینګار کوي، چې د داعش له خوا پرې تر شوو ظلمونو اړ کړې، چې پر ضد یې وسله واله مبارزه پیل کړي او نیول شوې ښځې له داعش څخه بېرته راخوشې کړي.  
    کردي جنګیالۍ داسې وویل (( د ښځو او ماشومانو د په نښه کولو لپاره ډېرې ټول وژنې له هغې وروسته وشوې، چې دری کاله وړاندې سخت دریځو پر موږ یرغل وکړ.))   (( زموږ د مرستې لپاره هیڅوک رانه غلل. تاسې ټول وژنې ولیدې. وګورئ، کله چې مو مور او ماشومان وژل کیږي نو تاسې نشي کولای د هغوی وژل کېدل وګورئ.)) د داعش پر ضد د کردانو په دغې مبارزه کې یوه هم ۲۰ کلنه کردي نجلۍ فیلیک ده، چې دوه کاله وړاندې یې په جرمني کې خپل سولییز او آرام ژوند پرېښود او د داعش د مبارزې لپاره یې د جګړې دګر ته ور ودانګل.
کردي ‌جنګیالۍ: د داعش پر ضد جګړې ته دوام ورکوو

کردي ‌جنګیالۍ: د داعش پر ضد جګړې ته دوام ورکوو

کردي جنګیالۍ فیلیک داسې وویل (( په اصل کې موږ وینه تویېدنه نه خوښوو خو تل د هغو ماشومانو او میندو په اړه فکر کول موږ هڅوي، چې جګړه وکړو.)) سوریه کې د کردي جنګیالیو په لیکو کې دېته ورته سلګونه ښځينه جنګیالي برخه لري، چې د امریکا په نظامي ملاتړ رقا ښار ته څېرمه د داعش پر ضد جګړه کوي. که څه هم د رقا ښار ۵۰ سلنه سیمې له داعش څخه نیول شوې خو اوس هم سلګونه یزیدي ښځې او ماشومان لادرکه او د آزادېدو انتظار کوي.  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .