کرکيټ بورډ د آسيايي جام لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۵ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۱۰ ق.ظ -

د ۱۹ کلنو د کرکټ آسیايي جام سیالۍ، چې د روانې نومبر میاشتې له ۹‌مې تر ۲۰مې نېټې په مالیزيا کې تر سره کېږي، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري، د نوین الحق تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبډله اعلان شوه. دغه لوبډله له بنګله دېش سره د پنځو لوبو لړۍ او په هندوستان کې د تمریناتي کمپ، او هلته له ځایي لوبډلو سره د لوبغاړو لوبو، ته په پام کې نیولو سره اعلان شوې ده. افغانستان به په (B) ګروپ کې لوبېږي، چې پاکستان سریلانکا او یو بل هېواد، چې د لوېدیځې حوزې د غوراوي پړاو له پایلوبې وروسته د نومبر په ۷مه، دغو سیالیو ته لاره پیدا کوي په دغه ګروپ کې ګډون لري. په لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي: 1. نوین الحق (لوبډلمشر) 2. عمران محمدي 3. رحمان الله ګربز 4. دروېش رسولي 5. نثار وحدت 6. ابراهیم ځدراڼ 7. مجیب ځدراڼ 8. یوسف ځاځی 9. وفادار مومند 10. قیس احمد 11. عظمت الله 12. اکرام علی خېل 13. وقارالله اسحاق 14. طارق ستانکزی 15. عبدالواسع نوري

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .