کرکټ:کمزورې توپ وهنې افغانستان له ماتې سره مخ کړ

۱۶ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۱ ق.ظ -

تیره ورځ افغانستان د نړیوال جام غوراوي پړاو لومړۍ لوبې کې له سکاټلینډ څخه ماتې وخوړه. سکاټلینډ وتوانېد پیاوړې توپ اچونې او توپ وهنې سره افغانستان ته په اوه وېکېټو ماتې ورکړي.

د لوبې پچه د سکاټلینډ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره محمد نبي ۹۲، نجیب الله ځدران ۶۷ او محمد شهزاد ۳۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل. پاتې ټولو توپ وهونکو یوازې ۵۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان ۴۹٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۵ منډې جوړې کړې.

ځوابي توپ وهنې کې که څه هم سکاټلینډ دوه چټکې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د مک لیوډ او بېرېنگټن اوږده ملگرتیا او ښکلې توپ وهنه افغانستان له ماتې سره مخ کړه.

سکاټلینډ په ۴۷٫۲ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په اوه وېکېټو ماتې ورکړه.

سکاټلینډ لپاره مک لیوډ په ۱۴۶ توپونو د درویشتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۵۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره پیاوړې او بریالۍ توپ وهنه وکړه. بېرېنگټن هم په ۹۵ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۶۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

افغانستان لپاره مجیب ځدران دوه او راشد خان یوه وېکېټه واخیسته

6

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .