کرکټ: انګلستان دویمه ۵۰ اوریزه لوبه کې نیو زېلېنډ ته ماتې ورکړه

۹ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۱۰ ب.ظ -

د انګلستان او نیو زېلېنډ ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه انګلستان لوبډلې د وګټله.

په دې لوبه نیو زېلېنډ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ۴۹،۴ اورونو کې یې ټول لوبغاړي په ۲۲۳ منډو وسوځېدل.

توپ وهنه کې میچل سنتنر د ۶۳ او مارټین ګپټل د ۵۰ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.

انګلستان لوبډلې د ۲۲۴ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۳۷،۵ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو او ۷۳ توپونو په شتون کې وګټله.

بین سټوکس ۶۳ او ایوین مورګن ۶۲ منډې پکې وکړې

۷

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ څخه یې لومړۍ لوبه نیو زېلېنډ ګټلې وه.

د کریکنفو ویب پاڼې د معلوماتو لمخې درېمه لوبه به یې د مارچ په درېمه نېټه ترسره شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .