کرکټ: سویلي افریقا دویمه ټېسټ لوبه کې استرالیا ته ماتې ورکړه

۲۳ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۰۵ ب.ظ -

د سویلي افریقا په کوربه توب د څلورو ټېسټ لوب لړۍ څخه یې په دویمه لوبه کې سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې استرالیا ته په شپږ(۶) ویکټو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی وار توپ وهنه استرالیا لوبډلې وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۲۴۳ منډې وکړې.

سویلي افریقا لوبډلې په خپل لومړي وار توپ وهنه ۳۸۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

استرالیا لوبډلې بیا په خپل دویم وار توپ وهنه کې ټول لوبغاړي په ۲۳۹ منډو له لاسه ورکړل، چې په دې سره یې د سویلي افریقا څخه ۱۰۰ منډې زیاتې شوې او د ۱۰۱ منډو هدف یې ورکړ.

سویلې افریقا لوبډلې یاد هدف د ۴ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د ۶ ویکټو په شتون کې وګټله.

د سویلي افریقا لپاره کګیسو ربادا په لومړۍ پاڼۍ توپ اچونه کې ۵ او دویمه پاڼۍ توپ چونه کې یې ۶ لوبغاړي وسوځول او مجموعي ۱۱ ویکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې استرالیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړې وه او درېمه لوبه به یې د روانې مارچ میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شي

6

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .