کرکټ: قیس احمد د ویسټ اینډیز کرابین پریمیر لیګ سیالیو کې لوبیږي

۱۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۴۹ ق.ظ -

د ویسټ اینډیز په شل اوریزه تجاراتي کرابین پریمیرلیګ کې به سږ کال د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی قیس احمد ولوبیږي.

نوموړی په یادو سیالیو کې د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې لخوا د (۷۵۰۰) ډالرو په بدل کې واخیستل شو.

دا به لومړی ځل وي چې قیس احمد په نړیوالو تجارتي سیالیو کې برخه اخلي.

قیس احمد د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښه وځلېد او په پنځه لوبو کې یې د ۱۴ ویکټو په اخیستو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

قیس په ښي لاس لیګ بریک توپ اچونه کوي.

د سنټ لوشیا لوبډلې هم په خپل رسمي ټویټر کې قیس احمد ته ښه راغلاست ویلی دی.

د کرابین لیګ بولۍ ته د ویسټ انډیز او نړۍ شاوخوا ۲۵۰ لوبغاړي پېژندل شوي وو.

تېرکال پکې محمد نبي او راشد خان هم لوبېدلي وو، خو سږکال هغوی په خپلو لوبو کې بوخت دي.

د ویسټ انډیز پریمیر لیګ دا سیالۍ به د اګست په اتمه پیل شي او سپتمبر تر ۱۶مې به دوام وکړي.

ټاکل شوې  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په اګسټ کې ایرلېنډ ته د سیالیو لپاره ولاړه شي،چې د همدې بوخیتاوو له امله پکې نور افغان لوبغاړي نه دي اخیستل شوي.

په دې سیالیو کې تېر کال راشدخان د هټریک په کولو سره ریکارد هم جوړ کړ

9

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .