کله چې انسان وتخنول شي، ولې خانــدي؟

۱۴ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۱۱ ب.ظ -

تـــوخنېدل یو ټولنیز فـــېنومېن (عجوبه) ده. دا چې ولې یو انسان وتخنول شي او بیا خاندي، تر اوسه چا ورته سل په سلو کې ســم ځواب ندی موندلی. په ۱۹ پېړۍ کې روانپېژندونکو په دې هکله شننې وکړې او د توخنېدلو فــېنومېن یې په دوه برخو ووېشل.

الف : کنیس مېسیس Knismesis

ب : ګارګا لېسیس Gargalesis

ـــ کنیس مېسیس توخنېدل: د توخنېدو هغه بڼه ده چې د بېلګۍ په توګه کله ستاسي په پوستکي باندې یو مچ لاره وکړي او یا ستاسي پوستکي باندې سړی د غاښونو برس تېر کړي.

دا بڼه توخنېدل اصلاً خوندور ندی او ډیرۍ انسانان ورته نخاندي.

په بل عبارت چې وویل شي نو دغه بڼه تخنېدل، درد ته ورته یو حالت دی. دا په دې معنا چې انسان دغه درد احساسوي، خو له دې کبله چې دا درد ډیر خطرناک ندی، نو مغز کې دغه درد د درد په توګه نه، بلکې د یو بېخوندور احساس په توګه تحریفېږي.

6

ـــ ګارګا لېسیس توخنېدل یو دوه اړخیز ( امبیوالنټ ) احساس دی.

د بېلګۍ په توګه که چېرې کوم څوګ په ناڅاپي توګه ستاسي پښه، خېټه او یا تخرګونه وتوخنوي، نو سره له دې چې تاسي به ځان ترې لرې کړئ خو بیا هم ورته خاندئ. په بل عبارت یې چې ووایو دا ډول توخنېدل خوند نه ورکوي خو بیا هم سړی ورته خاندي.

توخنېدل یو انساني فـــېنومېن ندی. بیزوګانې که هم وتخونول شي نو خاندي. نو پوښتنه دلته دا ده چې ولې انسان او یا بیزو د توخنېدو په حالت کې خاندي؟؟

مخکې له دې چې د دې پوښتنې په ځواب ځان پوهـ کړو باید دا روښانه کړو چې انسان په کومو حالتونو کې خاندي؟؟

د بېلګۍ په توګه تاسي ته یو سړی یوه ټوکه وايي او تاسي ورته خاندئ. خو تاسي د ټوکې پیل ته نخاندئ، بلکې د ټوکې هغه برخې ته خاندئ چې په ناڅاپي توګه یې اورئ. یعنې تاسي د ټوکې هغه برخې ته خاندئ چې د اورېدو انتظار یې نلرئ.

توخنېدل هم همداسې یو ایفېکټ لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .