کندز کې طالبان څلور سیمه‌ییز پولیس له ځان سره بیولي

۲۵ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۴۳ ب.ظ -

د کندز قلعه‌ذال ولسوالۍ کې وسله‌والو د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوسته وسله‌وال برید کړی. د کندز قلعه ذال ولسوالۍ کې طالبانو څلور سیمه ییز پولیس له ځان سره بیولي او یو یې وژلی دی. یوې امنیتي سرچېنې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په  اق تېپه سیمه کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې یو پولیس جګړه کې وژل شوی او څلور نور بیا طالبانو ځان سره بیولي دي. کندز یو له هغو ولایتونو دی چې وخت ناوخت په کې طالبان پر پولیسو او امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي. کندوز طالبان

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .