کندهار:صنعتي پارک څه باندې ۵ زره تنه په کار بوخت کړي

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۰۶ ب.ظ -
 
د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مرستیال وایي د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۵۰۰۰ زیات کسان په کار بوخت دي یادي څرګندونې په کندهار ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مرستیال فرید الله حبیب د کندهار ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې د رسنیز کنفرانس پر مهال وکړې. حبیب زیاته کړه چي د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د سوداګرۍ او صنایعو د پراختیا، او سکټوري برخو کې د سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکاتو سره د اصولو مطابق له نژدې کار کوي، چي له دې درکه یې د په روان کال کې د ۱۶۷۹ سوداګریزو او صنعتي جوازونو د توزیع او تمدید څخه ۵۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. نوموړي دا راز وویل، د کندهار په صنعتي پارک کې دا مهال ۱۱۳ فابریکې شتون لري چي د هغو له جملې څخه یې ۴۱ فعاله او د ۵۴ نورو د رغولو چاري روانې دي. د سوداګرۍ او صنایع ریاست مرستیال د صادراتو د کچې په اړه وویل چي د روان کال په جریان کې د ۱۵۰میلیونه ډالره په ارزښت وچه مېوه د لوی کندهار د حوزې څخه پاکستان، ایران، کاناډا، امریکا، انګلستان او نورو هیوادونو ته صادر سوي دي چي په راتلونکي کال کې به د هندوستان او افغانستان د هوایي دهلېز د لا پراختیا سره د صادراتو کچه نوره هم زیاته سي. k

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .