کندهارۍ مېرمنو د جنرال عبدالرازق د قاتلينو د نېول کېدو غوښتنه وکړه

۲۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۰۲ ب.ظ -
  هغوی وایي پر جنرال عبدالرازق د بريد پلان بهرنیو جوړ کړی و. جنرال عبدالرازق، د کندهار د ملي امنیت رئیس تېره پنجشنبه د کندهار د ولایت مقام په ودانۍ په یو وسله وال بريد کې ووژل شول. د کندهار پر واټونو یوه اوږده چوپتیا د دغو مېرمنو کریغو او چغو ماته کړه.  
دغه مېرمنې چې د یکشنبې په ورځ کندهار ښار واټونو ته راوتلې وي، د یوه لاريون پر مهال له دولت څخه د جنرال عبدالرازق د قاتلينو د نيول کېدو او محاکمې غوښتنه وکړه.
  دوی وایي پر جنرال عبدالرازق د بريد پلان بهرنیو کړيو جوړ کړی وو خو په داخل کې ورسره مرسته شوې ده. د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ سلګونو اوسيدونکو هم نن د جنرال عبدالرازق فاتحه واخستل او پر هغه یې بريد وغانده. د کندهار د لويديځو ولسوالیو اپراتفي قومندان سلطان محمد وایي د کندهار د امنیتي چارو د ښه مديريت لپاره لازمه ده، چې د هغه وروره، چې پوځي تجربه لري د کندهار د امنیه قومندان په توګه وټاکل شي.
کندهارۍ مېرمنو د جنرال عبدالرازق د قاتلينو د نېول کېدو غوښتنه وکړه

کندهارۍ مېرمنو د جنرال عبدالرازق د قاتلينو د نېول کېدو غوښتنه وکړه

جنرال عبدالرارق شااوخوا دولس کاله د کندهار د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړه او د هيواد په کچه يې د يو پياوړي جنرال په توګه شهرت درلود. هغه د پنجشنبې په ورځ د کندهار د ولایت مقام په وداني کې د کندهار د والي د يو تازه جذب شوي ساتونکي له لورې په يو وسله وال برید کې ووژل شو.

(3)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .