کندهار: ملي امنیت ریاست د وسلوالو مخالفينو ۶ کسيزه ډله نیولې

۲۴ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۴۱ ب.ظ -

عــبدالمالک د عبدالــــــسلام زوی، محمد ادریس د محمدعوض زوی، عـــــــزت الله د احمد جان زوی، مطــــــیع الله د فـــــدامحمد زوی، نوید احمد د علـــي محمد زوی او هدایت الله د اخـــــتر محمد زوی. نوموړو ( ۶ ) تــنــو تــروریستانو د کـــــــندهار ښار ترڅنګ په یو شمېر مــــــرکزي ولسوالیو کـــي د دولت پر ضد وســــلوال تروریستي فعالیتونه تر سره کـــــول. دغه ډلي د ( ۴ ) ناحیې اړوند یو تن قومي مشر او د ( ۲ ) ناحیې اړوند د کاریز بازار په سیمه کي یو تن دولتي کارمند تر خپلي موخي لاندي راوستلي چي وروسته يې ترور او په شهادت رسولي دي. د دې تر څنګ يې څو ورځي وړاندي د ( ۲ ) ناحيې اړوند د زرغونې انا لیسې ته څېرمه د قاري دوکتور هاشمي په نوم یوتن دیني عالم هم په شهادت رسولی. نوموړې موضوع د عام ولس په ځانګړې همکارۍ د کــندهار د ملي امنیت ریاست د بــــیداره او ویښو منسوبینو لخوا کشف او د ځانګړو عملیاتو په پايله کښي ياده ( ۶ ) کسيزه ډله ونیول سول چي نوموړو په خـپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

۱۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed