کندهار: پوليسو يو ټکسي چلوونکى په ډزو وواژه

ليكوال: ټاټوبی ۲۸ ثور , ۱۳۹۴ ,ساعت ۲:۱۱ ب.ظ -

د کندهار ښار د لومړى امنيتي حوزي اړوند د شهيدانو او مدد څلور لاري ترمنځ يو تن ټکسي چلوونکى د پوليسو په ډزو کې ووژل سو. دا پېښه پرون يکشنبه اته بجې او شل دقيقې هله وسوه کله چې د پوليسو له لوري ټکسي چلوونکي ته د درېدو امر وسو ولي ټکسي چلوونکي سرغړونه وکړه. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چې د تلاښۍ د پوليس له لوري پرې ډز سوى دى او پر مهال يې موټر چلوونکى لومړى سخت ټپي او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړې ده. نوموړى وايي، چې ددې پېښي په اړه پلټني پيل سوي او ډزي کوونکى پوليس نيول سوى دى.

دا پېښه د تلاښۍ پرمهال رامنځ ته سوې.

دا پېښه د تلاښۍ پرمهال رامنځ ته سوې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .