کندهار: ځانمرگي بريد (۷) تنه ټپيان کړل

ليكوال: ټاټوبی ۲۸ ثور , ۱۳۹۴ ,ساعت ۳:۲۴ ب.ظ -

په کندهار ښار کې ځانمرگي بريد د دوو پوليسو په گدون ( ۷ ) تنه ټپيان کړل. بريد نن غرمهال شاوخوا دوه بجې په سردارمدد خان څلور لارې کې د کندهار د والي د دفتر د ساتونکو پوليسو د قوماندان عصمت افغان پر موټريز کاروان وسو. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چې په بريد کې عصمت افغان ته زيان نه دی رسيدلی، خو دوه سرحدي پوليس او پنځه ملکي وگړي ټپيان سوي دي. د بريد ځای د کندهار ښار زړه او د گڼي گوڼې څخه ډکه ساحه ده. د بريد مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي.

بريد د قوماندان عصمت افغان پر موټريز کاروان وسو.

بريد د قوماندان عصمت افغان پر موټريز کاروان وسو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .