کندهار کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۱۳ ق.ظ -
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوولين وايي، تېر مازیګر ناوخته بهرنیو هوايي ځواکونو د میوند په (شلغمي) سيمه کې پر طالب وسله والو بریدونه وکړل، چې پر مهال يې ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي. د مطبوعاتي دفتر په خبره په یادو هوايي بریدونو کې د طالب وسله والو هغه موټر هم له منځه وړل شوی چې یوه دهشکه هم پکې تړل شوې وه. طالب وسله والو که څه هم د دغو هوايي بریدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د حکومت هغه ادعا یې رد کړې، چې ګواکي تېره ورځ یې په میوند ولسوالۍ کې ۵۷ وسله وال وژلي دي. هوايي بریدونه امریکايي ځواکونه

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .