کندهار کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شوه

۲۵ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۴۲ ب.ظ -
چارواکي وایي، تر کندهار ښار وروسته به دغه لړۍ د کندهار لیري پرتو ولسواليو ته هم وغځوي. له بلي خوا مسولین وایي، چې د کندهار د رایي ورکوني په مرکزونو کې د پام وړ کمښت راغلی دی چې باید دا مرکزونه ډیر شي. په کندهار کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکني پروسه پیل شوه، خو دا ځل د کندهار مرکزونه سره له دې چې ډیري سیمې د امنیت له پلوه ډاډمنې هم دې، خو د مرکزونو شمېر راټيټ شوی دی.
د کندهار والي زلمي د نوم لیکني د پروسې د پیل په مراسمو کې وویل، د کندهار ګډو امنیتي ځواکونو د رایي ورکونې د ټولو مراکزو د امنیت خبر ورکړی دی او هم د کندهار په کچه د رایي ورکولو لپاره زمینه مساعده شوې ده.هغه وایي که څه هم د رایي ورکونې کم مرکزونه ورکول شوي خو زیاتوي چې خلک دي ګډون وکړي.
  مسوولين وايي، د کندهار د رایي ورکونې مرکزونه تر مخکې ډیر لږ شوي دي او باید دا مرکزونه ډیر وای.هغوی وایي، کندهاریانو ته په کار ده چې په ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي او تذکرې واخلي. د کندهار ولایت چې شاوخوا درې میلونه نفوس لري خو د مرکزي حکومت له خوا ورته ۲۲۵ د رایي ورکونې مرکزونه ورکول شوي دي او دا ونډه د څه باندې یو میلون وګړیو لپاره بلل شوې ده. 30180515_1668194616561543_1629182068_n

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .