کندهار کې د فوټبال لپاره د عصري لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې

۲۵ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۵۱ ب.ظ -
  د افغانستان د فوټبال فدراسيون د يو ميلون ډالرو په ارزښت په کندهار کې د فوټبال د عصري لوبغالی د جوړېدو چاري پيل کړې. د فوټبال فدراسيون مسولين وايي د فوټبال د لوبغالي د جوړېدو دغه چار به په دريو مياشتو کې تر سره شي. په کندهار کې د فوټبال د عصري معياري کېدو په برخه کې نوي هڅې… د افغانستان د فوټبال د فدراسيون مسولينو نن په کندهار کې د يوه معياري عصري مصنوي لوبغالی د جوړېدو چاري پيل کړې.  
د فوټبال د فدراسيون عمومي مشر کرام الدين کريم وايي،  د جوړېدو دغه چاري د يو ميلون امریکايي دالرو په ارزښت پيل شوې چې په دريو میاشتو کې به د یوه ترکي ساختماني کمپنۍ له لورې بشپړي شي.
  کریم وايي هڅه کوي چې د فوټبال په برخه کې لوي کندهار ته توجه زياته کړي. په ورته مهال کندهار ښاروالي د ښار په څلورو برخو کې د ورزش د پياوړتيا په برخه کې تياری وښود چې مځکې د سپورټ او بدني روزني ادارې ته ورکړي ترڅو د ورزش د بېلابيلو برخو لپاره ميدانونه پرې جوړي کړي. خو ځوانانو د کندهار د فوټبال د خرابېدو يو لامل د ځينو کړيو لاس وهني يادوي. والي وايي په دې برخه کې چاته اجازه نه ورکوي، چې د ورزش خنډ جوړ سي. کندهار د فوټبال په برخه کې خورا مخکني مخينه لري، يو مهال د افغانستان د ملي لوبډلي زیاته برخه له همدې سيمي د ځوانانو څخه وه. خو اوس بيا د فوټبال په برخه کې نويو هڅو ته ځوانان د يوې هیلي په سترګه ګوري او تمه ښوي چې د فوټبال په برخه کې به مخکني برم بيا تازه کوي. 30581383_1860104117615394_3098541034855289688_n

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .