کندهار کې په لومړي ځل د ستون فقرات بریالي عملیات شوي

۱۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۴۴ ب.ظ -
    په کندهار کې په لومړي ځل د ستون فقرات عملیات شوی چې بریالی شوی دی. په دغه عملیات سره چې د ټول هېواد په کچه بې ساری بلل شوی، په مټ یې یو ۵۵کلن ناروغ د فلج له ناروغۍ ژغورل شوی دی. روغتياپالان دغه علميات په سيمه کې لومړنی یادوي او وايي چې اوس مهال يې تر ډېره داسي خدمات برابر کړي چې ناروغان له بهرنيو هيوادونو د تداوی څخه راوګرځوي. د کندهار په مهمند روغتون کې په لومړي ځل داسي يو عمليات بریالی شوی چې يو ۵۵ کلن ناروغ يې د دايمي فلج څخه ژغورلی دی. په مهمند روغتون کې د اتوپیدي د برخې د سپاینل ناروغیو متخصص ډاکټر نور احمد فیض چې دغه عمليات يې تر سره کړی وايي، د ناروغ د ستون فقرات دوې برخې له غاړي سره بې ځایه شوې وې، چې له امله يې د ستون فقرات کانال تنګ او حرام مغز تر فشار لاندی راغلی و.  
هغه وایي ناروغ يې د زړښت ترڅنګ د زیاتي ناستې له امله په دې ناروغۍ اخته شوی وو.
  ډاکټر نور احمد فیض وايي، چې د پنځه ساعته عملیاتو په پایله کې يې د ناروغ د ستون فقرات بیرته پخواني حالت ته راوستی. د ده په خبره له کابل پرته په نورو ولایتونو کې تر اوسه دا ډول بریالي عملیات نه دی شوي. هغه زیاتوي، چې د دې عملیاتو لګښت یوازي اویا زره افغانۍ و، په داسي حال کې، چې په بهر کې داسي عملیات لږ تر لږ لس زره ډالره لګښت لري. عملیات شوی ناروغ حافظ محمود د خپلې ناروغۍ له درملنې څخه خوښيي او وايي، چې دواړي پښې يې فلج شوې وې او غاړه يې هم یوې او بلي خوا ته نه سوای ګرځولای.   د یادوني وړده، چې تر دې وړاندي په مهمند روغتون کې د زړه د ناروغيو عملیاتونه هم شوي وو. دا خصوصي روغتون د حوزې په کچه د عامي روغتيا ادارې له لوري د معیاري خدمتونو د وړاندي کولو لومړی مقام لري او د تشخیص د وسایلو ترڅنګ يې د سي ټي سکین او عملیاتو ټېم د هیواد په کچه بې ساري بلل شوی دی. ستون فقرات کندهار عملیات

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .