کندوز کې د بیارغونې ۳۳ پروژو کارونه پیل شول

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۳۹ ق.ظ -

 د کندوز په بېلابېلو سيمو کې د ٨٠ ميليونه افغانيو په لګښت د ٣٣ پروژو پلې کېدو چارې پيل شوې.

 د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز د کليو پراختيا رييس دوست محمد ريحان وويل چې د ولسي تړون پرواګرم له مخې په دغه ولايت کې د ٣٣ پروژو د پلې کېدو چارې پيل شوې.

هغه وايي چې په دې پروژو کې د څه باندې څلور کيلومتره استنادي دېوال جوړولو او پر ٩٣ کيلومتره سړک د جغل اچولو تر څنګ د يو شمېر نورې لويې او کوچنۍ پروژې شاملې دي.

د ريحان د معلوماتو له مخې، پر دې پروژو به اتيا ميليونه افغانۍ ولګول شي چې څه باندې ٣٥٠٠ کسانو ته به په کې د کار زمينه هم برابره شي.

هغه وايي: ((له دې پروژو به څه باندې ٥٥٠٠ کورنيو ته ګټه ورسېږي.))

دغه راز په دې مراسمو کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د دغه شان پروژو په پلې کېدو سره بېوزلې، بېکارۍ او د جګړو مخه نيول کېداى شي.

نعيمي له خلکو غوښتنه وکړه چې د دغه شان پروژو په پلي کېدو کې له حکومت سره همکاري وکړي.

هغه د کندوز خلکو ته په خطاب کې وويل: ((نور داسې فکر مه کوئ چې دغه ولايت به بيا سقوط وکړي؛ ځکه حکومت د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت او په کې د پروژو پلې کولو لپاره کلکه اراده لري.))

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي زرګل عالمي وويل چې د دې پروژو پلې کېدل به د دغه ولايت د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

عالمي وويل چې د کليو پراختيا رياست او خلکو په ملتيا به د دې پروژو له پلې کېدو جدي څارنه وکړي.

کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې په تېرو دوو کلونو کې یې دوه ځلې سقوط کړى دى.

کندوز پروژې

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .