کنګنا راناوټ: ما یو کس هم له مینځه یو نه وړو

۲۸ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۳۶ ق.ظ -

د هندي سینما زړوره اداکاره کنګنا راناوټ وايي، چې تل دې سره خلکو دوکه کړې، خو نوموړې هیڅوک هم له مینځه یو نه وړو.

کنګنا راناوټ وايي، چې له ډيرو کسانو سره يې مینه وکړه او ډيرو دا پریښوده.

کنګنا وايي، چې مینه له جسمي اړیکې اخوا تر ډيره د روحونو تړون دی او داسې یو احساس دی، چې د چا په نشتون کې يې هم لرې.

نوموړي خپل پخواني عاشق هیرتیک روشن ته په اشاره وویل، چې دا تل د نورو خلکو لخوا پریښودل شوې، او همدا خلک بیا بیرته دې ته راغلي؛ خو په وینا يې چې هیڅکله بیرته دا بیا هغه خلک نه قبلوي.

د کنګنا راناوټ او هیرتیک روشن دښمني کلونه کیږي، چې روانه ده او ډير کله په رسنیو کې په یو بل توندې نیوکې کوي

1

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .