کوم ډول خواړه مو له ژر ژړیدو څخه ژغوري؟

۱۹ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۰۵ ب.ظ -

5

د خوړو رژیم کولی شي چې د ازادو رادیکالونو د زیان په رامنځته کیدو او د کولمو د باکتریاوو د التهاب او جمعیت کې رول ولوبوي.

ځيني خواړه بیا سره له دې چې د بدن روغتیا لپاره ګټور او غښتلي دي، د پوستکې په روغتیا او ژړ ژړیدو مخنیوي کې هم مهم رول لري.

د خوړو رژیم د تلومرونو پر اوږدوالي د کروموزومونو په وروستۍ برخه کې محافظ پوښښ کې هم رول لري.

د نواندیش ویبپاڼې د راپور پر اساس، دا کولی شي چې پر یو شمیر ناروغیو لکه، دویم ډول دیابټ، مغزي سکته، د زړه ناروغۍ، د وینې فشار لوړوالی، تنفسي اختلالات، ادرکي زوال او عفونت باندې تاثیر وکړي.

پوهان په دې هڅه کې دي چې د ژر زوړوالي ځیني عوامل په نښه کړي، د هغو عواملو له منځه وړلو لپاره کار وکړي او د عمر د سالمو کلونو په شمیر کې زیاتوالی راولي.

که څه هم چې د یوه سالم غذایي رژیم تعقیبول اړین دي، خو ترسره شوي څیړنې ښیي چې د زوړوالي ضد خوړو څخه ګټه اخیستنه ممکن غښتلي کوونکي وي.

دلته د ځینو هغو خوړو یادونه شوې چې کولی شي د ژر زوړوالی مخه ونیسي.

۱. لوبیا

لوبیا د پروټینو، فیبر، ویټامینونو، معدني موادو او ګیاهي پلي فنولونو مهمه سرچینه بلل کیږي چې محافظتي ګټې لري، په ځانګړي توګه د زړه لپاره.

په اونۍ کې څلور ځلې نیمه پياله لوبیا، مټر، عدس یا نسک کارول د زړه د شریانونو د بندیدو د ناروغۍ له امله د مرګ په احتمال کې ۱۴سلنه کموالی راولی.

۲.تریخ مرچ

هغه کسان چې په منظم ډول سور او تریخ مرچ کاروي د دې احتمال ېې ۱۳سلنه کم دی چې په یوه نولس کلنه دوره کې د مرګ له خطر سره مخ شي، خو هغه کسان چې سور مرچ نه استعمالوي د دې خطر د پيښیدو احتمال یې ۱۳سلنه زیات دی.

۳.خوراکي مغز

څيړنې ښیي چې خوراکي ماغزه لکه، چهارمغز، بادام، پسته او نورې هستې سالم خوارکي مواد دي چې بدن کې په تیره د ماغزو په غښتلتیا او د ژر زوړوالي په مخنیوي کې ډیره ګټه کوي.

۴.خواږه

هغه مطالعه چې د پاخه عمر ۲۱ زرو کسانو په حضور کې ترسره شوې، ښکاره کوي هغه کسان چې ورځ کې تر ټولو زیات خواږه کاروي د زړه ناروغیو له امله د مرګ پيښیدو احمال یې په یوولس کلنه دوره کې ۲۵سلنه او مغزي سکتې سره د مخامخ کیدو احتمال یې ۲۳ سلنه کمه ده نسبت هغو کسانو ته چې خواږه نه استعمالوي.

۵.غله دانې

کاملې غله دانې د پالایش شوو کربوهیدرایتو لکه سپینې ډوډۍ او سپینې وریژې خلاف په سرطان، دویم ډوله دیابت، زړه ناروغۍ، غټوالي، عفوني ناروغۍ او تنفسي ستونزو خطر کموي.

۶.کبان یا ماهي

کبان هم هغه خواړه دي چې کولي شي د زړه، ماغزو او پوستکو ساتنه کې مهم رول ولري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .