کونړ کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړه روانه ده

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۵۳ ب.ظ -
له تیرې یوې اونۍ راهیسې دکونړ دنورګل ولسوالۍ په مزار دره کې طالبان او داعش ډله پر جګړه اخته دي. ټویټر کې د ترور مانیټور په نوم د ترهګرو ډلو د فعالیتونو خپروونکې پاڼې له خپرو کړیو عکسونو سره لیکلي، چې تېره ورځ یې له طالبانو سره جګړه کې څلور طالبان ژوندي نیولي او د دغه ډلې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د دوئ لاس ته ورغلي دي.   خو خپله طالبانو تر اوسه د داعش وسله والو د دغې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي. . د نورګل د مزار درې اوسېدونکي وايي، لا هم هلته د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړه روانه ده، چې له امله یې یو شمېر کورنیو خپلې سیمې هم پرېښي دي.   د کونړ ولایتي ادارې ویلي، تېره اونۍ د نورګل په مزار دره کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه شوې، خو د تلفاتو په اړه یې څه نه وايي. د والي ویاند غني مصمم وايي، اوس مزار دره کې حالات سم دي. داعش کونړ ۵

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .