کوهلي وايي، اوس يې انوشکا کپټانه ده

۵ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۲۸ ق.ظ -
هسې خو د هندوستان په کریکټ ملي لوبډلې سربېره، په شخصي لیګونو کې د ډېرو لوبډلو لوبډل‌مشر ویرات کوهلي دی، خو هغه وايي، د کور لوبډل‌مشره یې انوشکا شرما ده. د یوې مرکې پر مهال ویرات کوهلي ویلي، انوشکا تل د ژوند په اړه سمې پرېکړې کوي او د ده طاقت دی. ویرات زیاته کړې، انوشکا ورته مثبت لوری ښوولی، مثبت فکر یې ورکړی، نو ځکه د کور لوبډل‌مشره هغه ده. ویرات د کریکټ په اړه د انوشکا احساسات ستایلي او زیاتوي، هغه په کریکټ پوهېږي او جذباتي لوبغاړي هم ډېر ښه درک کوي. انوشکا او ویرات کوهلي د تېر کال په ډسمبر کې ګډ ژوند پيل کړ او تر اوسه سره خوشحاله دي. unnamed-file-13-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .