کیري:ټرمپ د ایران د رژیم نسکورول غواړي

۲۰ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۰ ب.ظ -

د امریکا د بهرنیو چارو مخکینی وزیر جان کیري وایي، چې ولسمشر ټرمپ په ایران کې د رژیم بدلولو هڅه کوي .

هغه له پي بي ایس خبري شبکې سره په تازه مرکه کې پردې هڅو نیوکه نه ده کړې، خو په دې یې نیوکه کړې، چې امریکا د ایران پرضد هڅو کې خپل نړیوال متحدین یوازې پریښي او د هغوی برعکس دریځ یې غوره کړی.

کیري باور لري، چې امریکا په یوازې ځان د ایران پر وړاندې لازم اقدامات په لوړه بیه کوي .

ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې د ایران رژیم به یا سمیږي او یا به له منځه ځي .

په وروستیو کې یې پردغه هېواد سخت اقتصادي بندیزون هم لګولي دي .

j

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .