ګردېز کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۱۵ ب.ظ -
د پکتیا مرکز ګردیز کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې. د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار عبدالرحیمزی وایي چې تیره شأه ناوخته د ګردیز صادق کلا سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې له کبله یې دوه پولیس وژل شوي دي. عبدالرحیمزی زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې نهه وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.   طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسیدونکي وایي چې د بریدونو له کبله څلور پولیس وژل شوي دي. پکتیکا کې طالبان وژل شوي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .