ګرشک کې یوه پرمختیايې پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل او د بلې يې کار پیل کړ

۱۸ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۲۴ ب.ظ -

دپنجشنبي په ورځ د هلمند ولايت ګرشک ښاروالي لخوا دیوې پروژې ګټي اخیستي ته د سپارني او دیوي بلي پروژی د جوړونی دچارو دپیل په مراسمو کي دګرشک ولسوال محمد سلیم رودي دملي امنیت مدیر دګرشک ښاروال او ځايي ملکي او نظامي مسولینو ګډون درلود.

FB_IMG_1533824778115

دګرشک ښاروال سردار ولی بارکزي وايي چي دښاروالي په انکشافی بودیجه  داڅلور عامه تشنابونه ددوه لکه پنځوس زره افغانیو په ارزښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شول. او همداډول دګرشک دښاروالی دانکشافی بودیجي په لګښت دشپږ ویشت  لکه افغانیو په ارزښت د دري کیلومتره چریو او اته پلچکانو دجوړونی چاري پیل شوې. دګرشک ښاروال وايي چی دتیرو کلونو په پرتله يي ثابت او غیر ثات عواید لوړ شوي دي. دګرشک ولسوال محمد سلیم رودي وويل چی په دا ولسوالي کي دولايتي اداري په مرسته او جدی پاملرنې سره د بیارغوني په برخو کی یولړ پروګرامونه ترلاسه لاندی لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .