ګل روزنه او ځای ښایسته کول

۱۸ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۳۶ ب.ظ -

د ګلانو روزل او ځای ښایسته کول یو له هغو کړنو څخه دي چي پر چاپېریال ډېر ګټور اغېز کوي. د ګلانو روزل په چاپېریال کي ډېر مهم دي او یوازي دا نه چي ځای په ښایسته کېږي، بلکي په چاپېریال کي د هوا تصفیه او د تازه هوا د رامنځ ته کولو له پاره هم ډېره ښه زمینه برابروي.

څنګه چي زموږ مطلب د ګلانو د روزلو او ځای ښایسته کولو څخه دی، نو د ګلانو له پاره د ښه موقعیت او ښه ځای څخه استفاده کول په کار دي، تر څو خپل کار ته ښه دوام ورکړو.

د لومړي ځل له پاره باید داسي ځای انتخاب کړو چي تر اندازې زیات غټ نه وي او د ګلانو له پاره مناسبه ساحه وي، په داسي ډول چي د مځکي شاوخوا ۲۵ فوټه پراخوالی ولري.

لومړی، د ځای انتخابول:

د ګلانو له پاره باید داسي ساحه انتخاب کړل سي چي لمر او اوبه ورته رسېږي، ځکه د ګلانو له پاره تر ټولو مهم لمر او اوبه دي، بې له دې ګل په ښه توګه وده نه سي کولای او د دې په کمبود سره موږ خپل کار ته دوام هم نه سو ورکولای. په زیاترو ساحو کي ګلانو ته په داسي ځای کي روزنه ورکول کېږي چي هغه له ودانیو سره وي، لکه: کورونه، عمارتونه او داسي نور ځایونه چي له ودانیو سره ډېر نژدې وي. د ګلانو له پاره دا مهمه ده چي د ودانیو سره یو اندازه فاصله ولري، تر څو ځای نور هم په ښایسته سي. د ځای د انتخابولو سره سره دا هم مهمه ده چي کوم ډول ګلان د کرلو له پاره چمتو کړو. که چېري امکان وي، نو داسي ځای په نښه کړئ چي ښه خاوره ولري. د ګلانو له پاره زیاتره وخت د خاورو زیات ډولونه مناسب دي، خو له هغه ډول خاورو څخه باید ډېر لېري واوسو چي ډبري، شګي او داسي نور خنډ پېښوونکي توکي ولري. په داسي وخت کي که چېري ستاسي خاوره شګي، ډبري او هغه ساحې چېري چي اوبه ولاړي وي او جذب و نه لري، نو باید تصفیه سي او کرلو ته چمتو کړل سي. د خاوري د تصفیه کولو سره سم دا ټول له منځه ځي او وروسته بیا خپل کار ته دوام ورکړئ. له غټو درختو او نورو توکو څخه، چي شنه سوي وي، د ۲۰ فوټه په اندازه لېري واوسئ. که چېري خپل ګلان ورسره نژدې ساحه کي وکرئ، نو د ګلانو په وده کي مشکلات رامنځ ته کېږي او هغه انرژي چي ګل ته باید ورسېږي، هغه نژدې درختي د خپلو ریښو له لاري اخلي.

مځکه اړولو ته آماده کړئ:

دا په هغه وخت کي تر سره کېږي چي کله مو مځکه د ګلانو کښت ته آماده کړه، نو وروسته باید ټوله مځکه یو واري واړول سي او اضافه توکي ځني لېري کړل سي. دا ډول مځکه باید د ۸ اینچو په اندازه واړول سي، تر څو اضافه ریښې، ډبري او داسي نور توکي له ډېر ژوره راوایستل سي او خاوره تصفیه سي. دا هم ډېره مهمه ده چي د مځکي تر اړولو وروسته د مځکي یوه خوا پورته او یوه خوا کښته راسي. تر دې وروسته باید مځکه په یوه لاس سره کښت ته آماده کړو، داسي نه چي پورته کښته ولري، بلکي باید یو لاس وي.

۱۱۶ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of