یوناما:حکومت دې په ټولو برخو کې د ښځو ونډه زیاته کړي

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۴۰ ب.ظ -

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی دفتر یوناما په ټولو برخو کې له حکومت څخه ښځو ته د ونډې د زیاتولو غوښتنه لري .

د دغه دفتر مرستیالې پرنیلی کاردل  د بهرنیو چارو وزارت له اداري او د بشري سرچینو له مرستیال نصیراحمد اندیشه سره په لیدنه کې دا غوښتنه کړې .

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د افغان ښځو د پياوړتیا په بېلا،بېلو برخو خبرې وشوې او افغان لوري ډاډ ورکړ، چې په حکومت کې دننه د ښځو د ونډې زیاتیدو ترڅنګ به دوی ته په سولې بهیر کې هم زیاته ونډه ورکړل شي .

څه موده مخکې اجرایه ریس ډاکټرعبدالله هم په سولې شورا کې د ښځو د ونډې زیاتیدو غوښتنه کړې وه .

u

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .