یوناما: افغان تېرې ټاکنې خونړۍ وې

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۵۷ ب.ظ -

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما په یوه ځانګړي راپور کې وايي، د تلې میاشتې پارلماني ټاکني د تېرو څلورو ټاکنو په پرتله ډېرې خونړۍ وې.

یوناما وايي، د ټاکنیز تاوتریخوالي او ګواښونو پایله کې ۴۳۵ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

TAKANI

 د یوناما راپور وایي، د اکتوبر په شلمه د ټاکنو په ورځ ۵۲ کسان وژل شوي او ۳۷۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

په دې کې ۱۰۰ تنه ښځې او ماشومان شامل دي. د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي کومه مرګ ژوبله چې دټاکنو اړوند تاوتریخوالي له امله د رایه ورکونکو د نوم لیکنې او کمپاینونو پر مهال ملکې کسانو ته اوښتې له تېرو ټاکنو سره په پرتلیز ډول خورا لوړه ده.

 د یوناما راپور ښيي چې د طالبانو او نورو دولت مخالفو وسله والو ډلو له لوري په هغو ښوونځیو چې د رایه د مرکز په توګه ترینه کار اخیستل کیده د توغندیو، لاسی بمونو، هاوانونو او چاودیدونکو توکو بریدونه شوي دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .