یوناما: روان کال کې ۸۰۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۹ ب.ظ -

یوناما وایي، د سږ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۸۰۵۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 یادې ادارې نن په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په روانه جګړه د ملکي وګړو دوامداره وژنې اندېښمن کړي دي.

راپور زیاتوي چې د سږ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې ۲۷۸۹ ملکیان وژل شوي او ۵۲۵۲ تنه نور ټپیان دي. د راپور د معلوماتو له مخې یادې مرګ ژوبلې ته په کتو د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره ده او دوی له ښکېلو غاړو غواړي چې د ملکیانو د ژوند خوندیتابه ته دې جدي پاملرنه وکړي.

43828172_2055670387787889_5868544679330447360_n

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر د راپور د خپرولو پر مهال وویل، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري نو غوره به وي، چې د افغانستان د قضیې د حل په برخه کې له سوله ییزو لارو هڅې لا ګړندۍ شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .