یونیسف: د پولیو پېښې یوازې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوي

۲۲ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۵۱ ب.ظ -

د ملګرو ملتونو د يونيسف اداره وايي چې د نړۍ په کچه سږ کال د پوليو نښې يواځې په افغانستان او پاکستان کې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د يونيسف له خوا د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته رالېـږل شوې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د یونیسیف د سوېلي اسیا سیمه ییز مسوول، جین ګاف  ويلي، له پاکستان سره د افغانستان په سوېلي پولې پروت د سپین بولدک ښارګوټی د پولیو له منځه وړلو لپاره د نړیوالو هڅو مرکزي ټکی دی.

هغه زياته کړې، سږ کال د پولیو وحشي وایروس قضیې یواځې په پاکستان او افغانستان کې ثبت شوې دي او یاد وایروس د پولو لپاره هېڅ درناوی نه لري.

سرچينې ويلي، د ۲۰۱۷ کال تر نومبر میاشت پورې، په ټوله نړۍ کې د پولیو وایروس ۱۴ قضیې موجودې دي، نهه په افغانستان او پنځه په پاکستان کې، چې دا شمېره په تاریخ کې تر ټولو کمه ثبت شوې شمېره ده.

جين ګاف وايي، په همدې اوونۍ کې په افغانستان کې د کال نهمه قضیه چې یو درې کلن ماشوم دی، د افغانستان په ختیځ کې تایید شوه چې د پاکستان پولې ته نږدې دی او دا وایروس په هغه انتشار پورې تړلی دی چې د کال په لومړیو کې له پولې پورې غاړه پېښور کې هم پېښ شوی و.

نوموړي زياته کړې:  “حقیقت دا دی چې پولیو يا ګوزڼ په افغانستان او پاکستان کې د روغتیایي ټیمونو تر منځ له همغږۍ پرته له منځه نه شي وړل کېدای، همدا راز د پولیو د له منځه وړو لپاره د سپین بولدک په څېر ځایونو کې د پولې دواړو خواوو ته د ټینګې همغږۍ اړتیا ده. “

يونيسف ويلي چې د روان زېږديز کال له جنورۍ میاشتې راهیسې  له ۴۴۰۰۰ څخه زیات افغان ماشومان چې له ۱۰ کلونو کم عمر لري، د پاکستان او ایران پر پولو باندې د وکسیناسیون په شته ۱۹ مرکزونو کې واکسین شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “یونیسیف او همکاران یې د پولیو د له منځه وړو ته ژمن دي او موږ به خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکوو چې په افغانستان، پاکستان او ټوله نړۍ کې هر ماشوم د دې مخنیوي وړ وژونکي او معیوب کوونکي وایروس له وېرې پرته وده وکړي. “

یونیسف

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .