یو افغان ژباړن ته له برتانیا څخه دوتلو امر سوی

۱۳ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۵ ق.ظ -

۵

یو افغان ته، چې په افغانستان کې یې دوه کاله له بریتانیايي پوځیانو سره د ترجمان په توګه کار کړی، ویل سوي چې باید فوراً له بریتانیا څخه وایستل سي. حفیظ الله حسنخېل، چې له ۲ کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسي، د پناه غوښتنلیک د سږ کال په جون میاشت کې د حکومت له لوري رد سو. ده وروسته د استیناف محکمې ته شکایت وکړ او دې محکمې هم د نوموړي غوښتنلیک رد کړ. انډیپنډنت بریتانیايي ورځپاڼه وايي چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې ۲۶ کلن حسنخېل د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ته تللی و چې د خپل مهاجرت د پروسې په اړه معلومات واخلي، ونیول سو او اکسفورډ ته نژدې یوه توقیف ځای ته بیول سوی چې د أسمبر د شپږمې او دوه ویشتمې ترمنځ له بریتانیا څخه وایستل سي. ویل سوي چې ښاغلی حسنخېل په ۲۰۱۴ م کال وروسته له دې له افغانستانه ووت چې د مرګ ګواښونه ورته وسول.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .