‎د ياران ادبي دېرې اونيز راپور

۲۳ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۴۰ ب.ظ -

داسې اشعار هغه څو لیکلی شي، چې طعبیت ته نږدې وي

17125195_278813125882283_618103707_n

استاد به ویل چې ادبي بهیر د ادیبانو لپاره لابراتوار دی؛ موږ چې په یاران ادبي دېرې پسې خپه شوي و د ‏غونډو د بیا پیلېدو اعلان کې د (۱۳۹۶-۱۰-۱۶) ماسپښين لنکین ښوونیز مرکز لیکل شوی و، چې له وخت ‏سره سم پکې د دېرې یاران  را یو ځای شو‎.‎

محمد ذاکر ذاکري د کلام الله ایتونه تلاوت کړل، دریځوال نبي احمدي د تېرې ناستې د راپور وویل، چې د بشیر ‏باران په نه شتون کې سعیدالله احمدي واورلو، پر  راپور له لنډو تبصرو وروسته کره کتتنه پیل شوه.‏

‎  ‎د راپور عنوان د ذاکر ذاکري پر لنډکيو شعرونو د مقتصد ستړي تبصره ده،هغه وویل،  “دا شعرونه ډېر ‏ښه خیال لري، او دا ډول اشعار هغه څوک لیکلای شي چې له طبیعت سره ډېر نږدې وي‎. “‎

ستړي دا هم وویل چې کله کله په اوسنیو لنډکو شعرونو “چې د مصروف وخت او ټکنالوژۍ پیداوار دي “د ‏سړي د لنډیو تنده ماتېږي‎.‎

‎  ‎نورو ملګرو هم د ذاکر دا ادبي هڅه وستایله او د هغه دشاعري راتلونکی یې روڼ و ګاڼه‎.‎

سعیدالله احمدي یو څه متفاوت نظر درلود، هغه وویل ملګرو شاعران که په دا لنډکي شعر کې دا وزن ‏توکی زیات کړئ لږ خوند به یې نور هم زیات شي‎.‎

ذاکر لیکلي و‎:‎

مویایې شیبې‎: ‎

ځینې شیبې‎ ‎

په هېرېدلد نه ارزي

مومیایې مې کړې

او یا لکه دا‎:‎

له وخت سره مې‎ ‎

ستا په سر وخوړل

اوس نه تېرېږي‎ ‎

وروسته ذاکر د خپل نظر اورولو کې وویل چې کره کتنه باید په یو ډول موضوع ونشي نو ځکه مې وغوښتل ‏چې لنډکي شعرونه ” چې له ډېره وخته یې لیکم” د ملګرو نظرونو ته وړاندې کړم‎.‎

‎  ‎دا چې موږ د ځینو اشعارو د تشریح غوښتنه کړې وه نو ذاکر وویل چې د لنډکي شعر ښېګڼه دا ده چې ‏کوم وخت درته یوې شېبې احساس درکړ، الهام درته وشو، نو ژر او اسانه خپل خیال رسموای شې خو کله ‏کله داسې کېږي چې هغه لمحه د سړي له یاده ووزي خو شعر ورسره پاته وي نو بیا سړی نه پوهېږي چې دا ‏یې څه لیکلي‎.‎

‎  ‎د مشاعرې برخه په مقتصد ستړي پیل شوه‎:‎

ما د وطن د ابادۍ لپاره خوب لیدلی

افغانستان به سلامت وي تر قیامته پوري

‎ ‎د سلام بسمل جادوګر غږ،نوښتي انداز او پیاوړی انتخاب ګډونوال وزنګول،  ظریف فقیریار ویل چې ‏مجبوریت نه ښکاره ظلم وو‎:‎

ښه پوهېدې چې بې له تا به مې ساه ودرېږي

ښه پوهېدې چې رنځور شړی یم خو لیا لاړې

نبي احمدي د اوږد بحر رندانه غزل مشاعره پایته ورسوله‎:‎

سرماښام، په شړک باران، یاد د جناب ،های،های

څه خوندور او مهربان غوندي عذاب، های،های

د شپې ناوخته، وېره سخته ددېوال شاته او

د یوې بدنامې یارانې حساب کتاب،های، های

د غونډې په پای کې د دېرې په ملګرو د سپیدې مجلې نوي راغلي ګڼي هم ووېشل شوې او د راتلونکې ناستې ‏په اجنډا غونډه پای ته ورسېده.‏

راپور: سعیدالله احمدي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .