شيلپا ته روژه ماتی تاواني تمام شو

۱۷ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۴ ق.ظ -
وروسته له هغه چې د بالیووډ مشهورې ستورې شيلپا شيټي د روژه ماتې پر مهال له خپلو ملګریو سره یو ځای پارټي جوړه او تر خوا یې سندرې واورېدې او بیا یې وېډیو په انسټاګرام خپره کړه، دغه ستورې له سختو نیوکو سره مخ ده. په ټولنیزو رسنیو کې شيلپا ته ډېری خلکو بدې ردې ویلې او هغه یې مقدساتو ته په بې احترامي تورنه کړې ده. په وېډیو کې ښکاري چې دوی فلم هم ګوري او د اپلاتون فلم يوه سندره هم ښه په درز کې روانه ده. ډېری خلکو شېلپا ته ویلي، نه پوهېږي هغې روژه ماتی تیار کړی او که کوم ډیسکو ته د نڅا او ساعت‌تېري لپاره تللې. شېلپا تر اوسه په دې اړه بیا څه نه دي ویلي. 34790147_648815715450941_8777208652302909440_n-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .