افغانستان له ازبکستان څخه د سمنټو د فابریکو فعالولو غوښتنه کړې

۱۸ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۰۷ ق.ظ -

ولسمشر غني په افغانستان کې د نساجۍ فابریکو په فعالولو کې د ازبکستان د همکاریو هرکلی وکړ او له دې هېواده يې وغوښتل چې د سمنټو د پنځو فابریکو په فعالولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، خپل حضور ته ومانه.

سرچينه زياتوي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره د راغلي لوړ پوړي دولتي پلاوي په ترکیب کې د بهرنۍ سوداګرۍ په چارو کې د ازبکستان د دولت وزیر جمشید هوجايي، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رئیس خاص استازی عصمت الله ارګشوف، د جنوبي اسیا، افریقا او منځني ختیځ هېوادونو لپاره د همکارۍ ادارې رئیس عطابیګ اکبراوف او په افغانستان کې د ازبکستان سفیر یادګار خوجه شادمانوف شامل وو، لومړی ورته جمهور رئیس محمد اشرف غني هرکلى او ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه: “خپل دویم کور کابل ته ښه راغلاست، غواړم ستاسې په وسیله خپل نېک تمنیات او د مننې مراتب د ازبکستان جمهوررئیس، صدراعظم او د ازبکستان ټول ملت ته ورسوم.”

ولسمشر غني وویل، خپل نږدې دوست او ورور د ازبکستان له جمهور رئيس شوکت میرضایف څخه مننه کوي چې د سیمه‌ییزې اجماع د تحکیم او پراخوالي لپاره یې د تاشکند کنفرانس د جوړولو ابتکار وکړ.

ده څرګنده کړه، زموږ او ستاسې همکاري د حد او حدود ټکي نه لري او د ګډو پروژو د عملي کولو په سر د توافق له امله یې ورڅخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا پروژې به د دواړو لوریو له خوا تعقیب او تر بحث لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د هر هغه عملي اقدام هرکلی کوو چې زموږ او ستاسو ترمنځ د مناسباتو د پراختیا لپاره ګټور وي.

ورپسې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف لومړی د ازبکستان د جمهور رئیس شوکت میرضایف نېکې هیلې او سلامونه جمهور رئیس غني ته وړاندې کړل، وې ویل: “د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې د شویو کارونو په اړه تاسې ته ګزارش درکول او د چارو د سازماندهۍ لپاره درڅخه نظریات او لارښوونې اورېدل دي چې د لا همغږۍ لپاره نور ګامونه واخیستل شي.”

ورپسې د بهرنۍ سوداګرۍ په چارو کې د ازبکستان د دولت وزیر جمشید هوجايي ولسمشر غني ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت، ترانزیټ او ترانسپورت او همدارنګه د مختلفو پروژو په برخه کې تفصیلي راپور ورکړ.

هغه د ترانزیټ، سوداګرۍ او ترانسپورت په برخه کې افغانستان د ازبکستان مهم شریک وباله، زیاته یې کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي، په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګري ۱۹سلنه اضافه شوې وه، خو د ۲۰۱۸کال له پیله د می تر میاشتې ۱۵سلنه اضافه شوې ده.

ده څرګنده کړه، په لسګونو افغاني او ازبکي کمپنیو په انفرادي او مشترکه توګه پانګونه کړې ده او موږ چمتو یو چې له زیربناوو څخه علاوه د سمنټو په صنعت کې هم په افغانستان کې پانګونه وکړو.

هغه وویل، هڅه روانه ده چې د ترمز د کارګو په مرکز کې د عامه او خصوصي پانګونې لپاره زمینه برابره شي، همدارنګه افغانانو ته د ویزې د اسانتیا لپاره په اقدماتو غور کوي.

نوموړي زياته کړه، افغانستان سره په پوله مو ۳۰۰۰هکتاره ځمکه د ازاد اقتصادي زون لپاره ځانګړې کړې ده او د مزار شریف ـ هرات د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره د ازبکستان ۵۰۰میلیون ډالرو ژمنه پر ځای ده، غواړو د دواړو هېوادونو ګډ تخنیکي ټیمونه د ريل پټلۍ په دغه کرښه د عملي کار د پیل لپاره مهال وېش باندې کار وکړي.

د ازبکستان پلاوي وویل، موږ کلک کار شروع کړی دی چې په افغانستان کې د نساجۍ ۶فابریکې فعالې کړو او د دې لپاره بشپړه امادګي لرو.

ورپسې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغانستان د ترانزیټ، سوداګرۍ او ترانسپورت په برخه کې زیات ظرفیت لري چې باید ور څخه استفاده وشي.

ده ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري باید دوه اړخیزه وي او خپلو اړوندو ادارو ته لارښوونه کوي چې د هغو افغاني صادراتي توکو لیست چمتو کړي چې ازبکستان ته به صادرېږي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیلانس برابر شي.

نوموړي د ازبکستان له راغلي پلاوي د سمنټو د پنځو فابریکو د فعالولو په برخه کې همکارۍ وغوښته او زیاته یې کړه، افغانستان وسپنه، المونیم او تالک لري، په دې برخه کې د مشترکې پانګونې لپاره د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه باید کار وکړي.

ولسمشر د ازبکستان له پلاوي څخه مننه وکړه چې د عامه او خصوصي سکتور او د ترمز د ۲۴ساعته فعالیت لپاره یې شرایط اماده کړي دي.

هغه زیاته کړه، حیرتانو ته نږدې په نایب اباد کې پانګونه کېږي او هلته به یو صادراتي زون جوړ شي، ځکه حیرتان د وارداتو لپاره جوړ شوی و، اوس باید صادراتي زون هم جوړ شي.

نوموړي د ازبکستان د هر اړخیزو اقداماتو د هرکلي تر څنګ وویل، ترانسپورت، ترانزیټ او تجارت د پیش بینۍ او باور وړ دي او دواړه تخنیکي ټیمونه دې پرې کار وکړي.

د غني په وينا، په مزار شریف کې لس زره هکتاره ځمکه صنعتي پارک ته ځانګړې شوې او ابتدايي کارونه یې پیل شوي دي.

هغه وویل، ترمز د افغانستان لپاره اهمیت لري، هلته به قزاقستان او روسیې ته د افغاني مېوو او سبزیجاتو د صادرولو او ساتلو لپاره د سړو خونو زمینه برابره شي.

اشرف غني لارښوونه وکړه چې د دواړو هېوادونو حکومتي ټیم باید وټاکل شي چې شته ستونزې تشخیص او حل لارې یې راوباسي او ژر به د افغانستان ټیم ازبکستان ته سفر ولري چې اړوندو ادارو سره په تفصیل وغږیږي.

ولسمشر په افغانستان کې د نساجۍ فابریکو د فعالولو په برخه کې د ازبکستان د  همکاریو هرکلی وکړ، وې ویل، ازبکستان د نساجۍ په برخه کې ښه تجربه لري او د ازبکستان پنبه هند او پاکستان کې ښه بازار لري، خو د افغانستان د نساجۍ تولیدات د هغه تخفیف له امله چې اروپايي هېوادونو افغانستان ته په پام کې نیولی، اروپا ته صادرېدلی شي.

غني سمنټ

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .