بلخ د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

۳۰ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۷ ق.ظ -

د بلخ ليجنډ لوبډلې په پاى لوبه کې کابل ته په ماتې ورکولو د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو لومړۍ اتلولي خپله کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لومړي ځل لپاره په متحده عربي اماراتو کې د شل اووريزو کرکټ سياليو غوره ليګ په لاره اچول شوي و، چې دافغان لوبغاړو په ګډون ګڼ شمېر نړيوالو لوبغاړو هم پکې برخه اخيستې وه.

په دې ليګ کې د بلخ، ننګرهار، کابل، پکتيا او کندهار لوبـډلو برخه اخيستې وه، دغه لوبډلې او لوبغاړي دهندي شرکتونو لخوا په لوړ امتياز اخيستل شوي وو.

 دافغانستان غوره ليګ کرکټ سيالۍ چې نږدې درې اونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې پيل شوي وو، تېره شپه د بلخ په اتلولۍ او بريا پاى ته ورسېدلې.

د دې سياليو پاى لوى لوبې د بلخ او کابل ترمنځ ترسره شوه، پچه کابل وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د کابل ځوانانو لوبډلې پيل ښه نه و  او خپل دوه پياوړي لوبغاړي رونچي او حضرت الله ځاځي يې له لاسه  ورکړل، ورپسې پرنل، انګرام او جاوېد احمدي لږه ښه لوبه وکړه، خو ددوى له سوځېدلو سره د کابل لوبـډلې تر فشار لاندې راغله او نور لوبغاړي يې ښه ونه ځلېدل.

د کابل لوبـډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدلو ١٣٢ منډې جوړې کړې او بلخ ته يې د ١٣٣ منډو هدف ورکړ. ددوى له لوري جاوېد احمدي ٣٣، پرنل او انګرام ٢١، ٢١ او ايوانس ١٤ منډې جوړې کړې.

د بلخ له لوري قيس احمد په زړه پورې توپ اچونه وکړه او دکابل  پنځه لوبغاړي يې وسوځول.

د بلخ لوبـډلې هم د ياد هدف تعقيب له ستونزو سره پيل کړ او درې لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړل، خو بلخوا کريس ګيل په ميدان کې ولاړ او شپږيزې يې وهلې.

بلخ د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

بلخ د افغانستان کرکټ غوره ليګ سياليو اتلولي خپله کړه

بلخ ياد هدف په نولسم اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه، لوبه يې وګټله او د افغانستان غوره ليګ د لومړي کال اتلولي يې خپله کړه.  ددوى له لوري کريس ګيل ٥٦ او بوپارا ٣٢ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د بلخ لوبغاړى قيس احمدى د پاى لوبې او د کابل لوبډلمشر راشد خان ددې ټولو سياليو غوره لوبغاړي اعلان شو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .