ولسمشر : صعنتکاران دې د صادراتو پر زياتولو پانګونه وکړي

۱۵ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۱۸ ب.ظ -

 ولسمشر اشرف غني له صنعتکارو وغوښتل چې پر هغو تولیداتو دې اساسي پانګونه وکړي چې صادرات زیات او واردات کموي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د افغانستان او چين ترمنځ د هوايي دهليز د پرانستې په مراسمو کې وکړې.

په دې مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، دولتي مقاماتو او په کابل کې د چین ولسي جمهوریت شارژدافیر هم حضور درلود، د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني وویل،  د جمهور رئیس په لارښوونه کرنې وزارت نن د افغانستان جلغوزي د هېواد په نوم رسماً چین ته صادروي.

هغه زیاته کړه : (( د چین لوی مارکېټ به زموږ پانګوال د جلغوزیو د پروسس په برخه کې پانګونې ته وهڅوي او کرنې وزارت په دې برخه کې هر ډول مرستې ته ژمن دی.))

ولسمشر غني  يادو مراسمو ته وویل، نن یوه تاریخي ورځ ده چې د هېواد پټه خزانه (جلغوزي) په ملي پانګه بدلېږي او په دې ویاړ به هر کال د لړم پنځلسمه د جلغوزيو د ورځې په نوم ونمانځل شي.

هغه د جغلوزیو په برخه کې د ولس، اړوندو وزارتونو او ادارو له هلو ځلو څخه په مننې وویل، د افغانستان د هرې برخې انکشاف د ټولو ګډه همکاري غواړي.

ولسمشر څرګنده کړه، تریخ حقیقت دا و چې افغانستان د نړۍ لوی تولیدونکی و، مګر په هیڅ ځای کې تولید له درې زره ټنو څخه زیات نه و، ځکه د هېواد جلغوزي نورو په خپلو نومونو بهر ته صادرول، مګر ټولو ته د افغانستان د خصوصي سکتور پیغام دادی چې صادرات به د افغانستان په نوم نړۍ ته صادرېږي.

اشرف غني زیاته کړه : (( زموږ ۴۰ سلنه خلک لا هم په ځنګلونو، کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو د جلغوزيو په څېر د افغانستان د تولید هر قلم باید د ارزښت په ځنځیر بدل شي. ))

د هغه په وينا، د افغانستان او هند د هوایي دهلېز له برکته په هند کې له یو میلیارد زیات خلک د افغانستان محصولاتو سره اشنا دي، نن د چین یو میلیارد او درې سوه میلیونه نور خلک ورسره بلدېږي چې  دا د افغانستان د کرنې او صادراتو د ودې لپاره لوی پرمختګ دی.

ولسمشر غني د پکتیکا، پکتیا او خوست له ولسونو مننه وکړه چې د جلغوزیو د ونو په پرې کولو یې ناغه تړلې او همدارنګه یې د خامو موادو پرځای د پروسس شویو هغوصادرول ګټور وبلل.

هغه زیاته کړه، د جلغوزیو او نورو عمده صادراتو اتحادیې دې رامنځته شي.

ولسمشر وايي، د افغانستان توليدات په خپل لېبل نړۍ ته د افغانستان انځور بدلوي او د کرکټ هومره ارزښت لري، ځکه په نړیوالو نندارتونونوکې به خلک د افغانستان بیرغ ته په لا ډېر ارزښت وګوري.

محمد اشرف غني کرنې وزارت ته لارښوونه وکړه چې په هر ولایت کې خپل تخنیکي کارونه د پوهنتونونو له لارې مدیریت او کرنیزې پروژې دې ولایت محوره کړي. هغه له صنعتکارو وغوښتل چې په هغو تولیداتو دې اساسي پانګونه وکړي چې صادرات زیات او واردات کموي.

ورپسې محمدیونس مومند د خصوصي سکتور په استازيتوب ولسمشر ته د دې بریا مبارکي وویله، چې افغانستان په خپل نوم او هویت جلغوزي د نړۍ لوی مارکېټ (چین) ته صادروي.

هغه زياته کړه : (( د افغانستان خصوصي سکتور هیچاته اجازه نه ورکوي چې زموږ صادرات په خپل نوم نورو هېوادونو ته واستوي.))

نوموړي په ټینګار سره وویل، د جمهور ريیس د هڅو او پاملرنې له برکته افغانستان د هوایي دهلېزونو په برخه کې ښه پرمختګونه لري او خصوصي سکتور په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په کابل کې د چین  سفارت شارژدافیر لیو جین سونګ د خبرو پرمهال وویل، د چین او افغانستان د جمهور ريیسانو د کتنې پر مهال د دواړو هېوادونو اړوندو مقاماتو چین ته د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو موافقتنامه لاسلیک کړه او بالاخره د دواړو لوریو د هلو ځلو په پایله کې نن د دغې موافقتنامې د اجرا کېدو شاهدان یوو او د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د جلغوزیو لومړۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته لېږدول کېږي.

ولسمشر : صعنتکاران دې د صادراتو پر زياتولو پانګونه وکړي

ولسمشر : صعنتکاران دې د صادراتو پر زياتولو پانګونه وکړي

نوموړي زیاته کړه، په ۲۰۱۶ کال کې چین ته د افغانستان د زعفرانو له صارداتو وروسته نن د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو مناسباتو د پیاوړتیا په برخه کې یو بل ګام واخیستل شو.

د چین شارژدافیر وویل، دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا په موخه په نږدې راتلونکي کې چین ته د افغانستان د انارو د صادراتو په اړه هم خبرې کړې دي.

هغه څرګنده کړه، دغه ډول سوداګریز مناسبات د دواړو هېوادونو په ګټه دي چې د افغانستان تولیدونکي او تاجران کولی شي خپل پیداوار اسانه او ارزانه چین ته صادر کړي او چین هم کولی شي د افغانستان باکیفیته محصولات په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .