افغانستان

کندهار: ۴۳ میله وسلې ډاياگ پروسې ته وسپارل سوې

توسط - کندهار: ۴۳ میله وسلې ډاياگ پروسې ته وسپارل سوې

د کندهار د امنيې قومندانۍ پولیسو هغه ۴۳ ميله سپکي او درنې وسله د ډاياګ يا بې وسلو کولو پروګرام ته وسپارلې، چي د سياسي او جنايي مجرمينو يې نیولې وه. ډاياګ ددغو وسلو سمي او ناسمي جلا کوي او بيرته يې استعمال ته چمتو کوي. موده وړاندي هم د کندهار ملي امنيت او پولیسو ګڼې وسلې د ډاياګ پروګرام ته سپارلې وې. دا...

افغانستان

گډو ځواکونو په هلمند کي ۳۲ وسله وال مخالفين وژلي

توسط - گډو ځواکونو په هلمند کي ۳۲ وسله وال مخالفين وژلي

د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چي ددې ولايت په دوو ولسواليو کي د وسله والو مخالفينو په وړاندي د پيل سويو عملياتو پر مهال ۳۲ وسله وال مخالفين وژلي. دغه عمليات تېره شپه د هلمند په نهرسراج او خانشين ولسواليو کي ترسره سوي دي. د هلمند د رسنيو دفتر په يوې لېږلي خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه عمليات د افغان او بهرنيو ځواکونو...

ټاتوبی او خلک

انجنير عبدالقادر نورزی، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون سيمه ييز مشر

توسط - انجنير عبدالقادر نورزی، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون سيمه ييز مشر

هر ګام چي په هيواد کي په هره برخه کي د قانون خلاف پورته کېږي، د هيواد چاري په ځانګړي ډول بشري حقونه ورسره اغېزمن کېږي. د انتخاباتي کشمکش دوام او له دغه دوام څخه د قانون خلاف د ګټي اخيستني په موخه استفاده کول د بشري حقونو له پلوه د سختي اندېښنې وړ ده. د افغانستان اساسي قانون او په...

ټاتوبی او خلک

شبيراحمد قيومي، د سياسي او حقوقي چارو کارپوه

توسط - شبيراحمد قيومي، د سياسي او حقوقي چارو کارپوه

دا خو ټولو ته معلومه ده چي د انتخاباتي کشمکش دوام نژدې پر ټولو چارو منفي اغېز کړی دی. هر چا ته چي دا مسئله د بحث لپاره ورياده کړې، نه غواړي چي په اړه يې څه ووايي، ځکه ډېره اوږده سوه او ډېر ناوړه تاثيرات يې لرلي دي. له خصوصي چارو نيولې تر دولتي هغو پوري، ټولي د دغه انتخاباتي...

ټاتوبی او خلک

حاجي فيض الحق مشکانی، د کندهار د سوداگرۍ خوني مرستيال

توسط - حاجي فيض الحق مشکانی، د کندهار د سوداگرۍ خوني مرستيال

دا خو يوه عامه او ټولو ته جوته خبره ده چي د انتخاباتو د پروسې اوږدېدا او تر خپل معمول وخت ځنډېدا د هيواد پر ټولو چارو په ځانګړي ډول پر اقتصاد سخت منفي اغېز کړی دی. د اقتصاد په برخه کي يې تر ټولو زيات اغېز پر مارکېټ کړی. پخوا چي تجارتي توکو کوم مارکېټ درلود، اوس يې نه لري...

ټاتوبی او خلک

مصطفی ژوبل، د کندهار يو ځوان ورزشي فعال

توسط - مصطفی ژوبل، د کندهار يو ځوان ورزشي فعال

بېله شکه چي د انتخاباتي پروسې د اوږدېدو له امله ورزشي دنيا هم بې اغېزي نه ده پاته او په تېرو دوو فصلونو کي ورزشي فعاليتونه د پخوا په پرتله کم او ټکني وو. ډېري ښکاره بېلګي يوازي په کندهار کي د فوټبال په رشته کي درته ويلای سم چي ښيي د انتخاباتي پروسې د ځنډ له امله ورزشي فعاليتونه متاثره...

ټاتوبی او خلک

واصل حسنيار، د کندهار يو فرهنگي فعال

توسط - واصل حسنيار، د کندهار يو فرهنگي فعال

زما له انده، دا چي روان انتخاباتي کړکېچ د هيواد پر ټولو چارو اغېز کړی، نو طبيعي ده چي فرهنګي او ادبي چاري هم له دغه غيرمتوقع اغېز څخه لېري نه دي پاته. روان انتخاباتي کشمکش او د سياسي راتلونکي ناڅرګندتيا زموږ فرهنګي او ادبي کارونه هم ټکني کړي او اغېزمن کړي دي. پخوا چي زموږ اديبانو او شاعرانو کوم ذهنونه...

ټاتوبی او خلک

حيات الله حليم، د کندهار يو مدني فعال

توسط - حيات الله حليم، د کندهار يو مدني فعال

د انتخاباتو تخنيکي پروسه چي سياسي سوه، نو تر ټاکلي وخت اوږده سوه، ځکه يې نو د هيواد پر بېلابېلو چارو اغېز وکړ. که په کندهار کي روانو چارو ته وګورو، نو د نورو چارو تر څنګ يې پر تعليمي بهير هم اغېز کړی دی. زه د بېلګي په ډول، د کندهار په خصوصي تعليمي ډګر کي د انتخاباتي کشمکش د...

افغانستان

د روغتيايي زده کړو لپاره ازموينه واخيستل سوه

توسط - د روغتيايي زده کړو لپاره ازموينه واخيستل سوه

 د کندهار د روغتیايي زده کړو مرکز لپاره د ۸۵۸ تنو څخه د نیمه لوړو زده کړو لپاره ازموینه واخیستل سوه. له دغو کسانو څخه ۲۰۸ یې نجوني دي، له دوی څخه ۱۵۵ تنه د څلورو رشتو لپاره جزبيږي. له یادو کسانو څخه ۱۵۵ تنه د نرسنګ، قابلګي، لابراتوار او فارمسي رشتو لپاره جزبیږي، په یادو کسانو کي ۲۰۸ تنې نجوني دي چي...

فلمي نړۍ

له فلمونو څخه مي هدف د خلکو خوشحاله کېدل دي

توسط - له فلمونو څخه مي هدف د خلکو خوشحاله کېدل دي

د باليووډ يا هندۍ سېنما ځوان لوبغاړى ويرن ديوان چي اوسنى(Humpty Sharma Ki Dulhania)نومي فلم يې د خلکو د ساعت تېري او خوشحالۍ وړ ګرځېدلى، وايي چي  د يوه لوبغاړي په حيث يې هدف دا دى چي خلک د ده د فلمونو د کتلو څخه وروسته د خوشحالۍ احساس وکړي او ساعت يې تېر سي. د (Student of the year) نومي...