ټاټوبی اوونيزه

ټاټوبی اوونيزه – (۳۲۵) گڼه

توسط - ټاټوبی اوونيزه – (۳۲۵) گڼه

اتم کال، شمېره: (۳۲۵) يکشنبه (۱۳۹۴) د سرطان/چنگاښ (۲۱) مه

Year “8th” – Issue No: (325) Sunday (12)-July-(2015)

د ټاټوبي اوونيزي د اصلي بڼې د کښته کولو لپاره دلته  pdf  کـلـيـک وکړئ

[caption id="attachment_7774" align="alignnone" width="147"]ټاټوبی اوونيزه – لومړی مخ ټاټوبی اوونيزه...

ټاتوبی او خلک

ملت په هيواد کي د اوسني روان بحران د خاتمې لپاره څه کولاى سي؟

توسط - ملت په هيواد کي د اوسني روان بحران د خاتمې لپاره څه کولاى سي؟

ملت په هيواد کي د اوسني روان بحران د خاتمې لپاره څه کولاى سي؟

دواخان مينه پال، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس

نظامونه ټول پر ملتونو ولاړ دي، دا ملتونه دي چي نظامونه یې جوړکړي دي. په ځانگړي ډول ولسواک نظامونه خو د اولس څخه جوړ سوي او پر اولس د...

راپورونه او مرکې

په کندهار کي د (کلالۍ) هنر اوس هم ژوندی دی او ښه بازار لري

توسط - په کندهار کي د (کلالۍ) هنر اوس هم ژوندی دی او ښه بازار لري

کلالي هغه پنخه زره کلن هنر دی، چي د منډيګک د تاريخي دورې په وخت کي پيل سوی دی او تر اوسه ژوندی پاته دی، دا هنر په لمړيو په ډير ساده ډول وو او دوه نيم زره کاله همداسي ساده روان وو، په پيل کي د دې هنر له لاري لوی-لوی خومونه جوړېدل او کلاوي به پرې ودانېدلې، چي سلګونه...

راپورونه او مرکې

محمد اعظم نوابي: زموږ سره ۳۰۰۰ کډوال ثبت دي

توسط - محمد اعظم نوابي: زموږ سره ۳۰۰۰ کډوال ثبت دي

د کندهار د مهاجرينو ستونزي ورځ تر بلي مخ په زياتېدو دي. کندهار ته اوس نه يوازي د ايران او پاکستان څخه راغلي کډوال د ستونزو څخه سر ټکوي، بلکي د ګاونډيو ولايتونو او ځينو ناآمنه ولسواليو څخه راغلي کډوال هم د سرپناه د نه شتون څخه شکايت کوي. کډوال وايي، دولت تر دې دمه هيڅ همکاري نه ده ورسره کړې،...

راپورونه او مرکې

د پوهني وزارت به ۲۰ میلیونه جلده تدريسي کتابونه چاپ کړي

توسط - د پوهني وزارت به ۲۰ میلیونه جلده تدريسي کتابونه چاپ کړي

که څه هم سږکال د ټول هيواد په کچه ۴۲ ميليونه تدريسي کتابونه ته د چاپ اړتيا وه، خو د پوهني وزارت وايي، چي سږکال ښايي ۲۰ ميليونه جلده تدریسي کتابونه چاپ سي. څو ورځي مخکي د پوهني وزارت د ۱۶ ميليونه جلده تدريسي کتابونو د چاپ هوکړه ليک لاسليک کړ. دا په داسي حال کي ده، چي مخکي تر دې...

افغانستان

حاجي اغالالی دستگيري د ولس مشر سلاکار وټاکل سو

توسط - حاجي اغالالی دستگيري د ولس مشر سلاکار وټاکل سو

د کندهار  د ولايتي شورا غړی او قومي مشر حاجي آغا لالی دستګيري د شخړو او منازعاتو د حل په برخه کي د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سلاکار وټاکل سو. د ولسمشر دا فرمان چې د روان کال د چنګاښ د مياشتي پر يووشتمه لاسليک سوی و، نن يوولس بجې حاجي آغا لالي دستګيري ته په کابل کي ورکړل سو....

افغانستان

زابل: چارواکي په سيمه کي د ډاډمن امنيت خبر ورکوي

توسط - زابل: چارواکي په سيمه کي د ډاډمن امنيت خبر ورکوي

د کابل-کندهار لويه لاره، چي وړاندي د زابل په اړوند سيمو کي نا امنه وه، دا مهال يې امنيتي مسوولين د بشپړ خونديتوب خبر ورکوي. پر دې لاره د اختر په شپو او ورځو کي تګ راتګ ډېر وي او زرګونه کسان له دې لاري ګڼو ولايتونو ته تګ راتګ کوي. پر دې لاره په وار وار وسله والو طالبانو او...

افغانستان

هلمند مدني ټولنه: د انسان تښتوني پیښي ډیري سوي

توسط - هلمند مدني ټولنه: د انسان تښتوني پیښي ډیري سوي

د روژې مبارکي میاشتي له پیل سره سم په لښکرګاه ښارکي شاوخوا ۸ تنه ماشومان د یوې ډلي له لوري تښتول سوي دي. هلمند مدني ټولني د یوې غونډي پرمهال له دولته غوښتنه وکړه، چي ددې ډلي د مخنیوي ترڅنګ د هغوی د نیول کیدو لپاره جدي هلي ځلي وکړي ترڅو تښتول سوي ماشومان بیرته خپلي کورنيو ته وسپاري. د هلمند...

افغانستان

د قران الکریم د حسن تلاوت سيالۍ ترسره سوې

توسط - د قران الکریم د حسن تلاوت سيالۍ ترسره سوې

په هغه پرتمینه غونډه کې چې له همدې امله د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو د معینیت له لوري جوړه شوې وه، د پوهنې وزیر ښاغلي دکتور اسدالله حنیف بلخي، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال دکتور محمد شفیق صمیم، د حج او اوقافو او ښځو چارو وزارتونو مسوولینو، د ولسي جرګې یو شمېر غړو، د دیني مدرسو...

افغانستان

ديني عالمانو د سولې په برخه کي د همکارۍ ټټر وټکاوه

توسط - ديني عالمانو د سولې په برخه کي د همکارۍ ټټر وټکاوه

په کندهار کي سلګونو ديني عالمانو د يوې غونډي پر مهال پر دولت ږغ وکړ، چي که غواړي د وسله والو طالبانو سره سوله بريالۍ سي نو دي له ديني عالمانو ګټه پورته کړي. ديني عالمانو په جګړه کي پر ښکيلو غاړو ږغ وکړ، چي نوره جګړه پای ته ورسوي او د بېګناه خلکو د وينو له تويولو ډډه وکړي. د...