افغانستان

روزګان: دوسله والو په برید کې یوطالب وژل سوی

توسط - روزګان:  دوسله والو په برید کې یوطالب وژل سوی

د روزګان مرکز ترینکوټ اړوند د سفیدخار سیمې پر امنیتې پوستي د وسله والو طالبانو په برید کې یوطالب وژل سوي د روزګان د امنی قومندانۍ یوه باوري سرچینه وایې جګړه شاوخوا نهه بجی پدغه سیمه کې پیل سوه اولسګونو وسله والو پر امنیتې پوستي برید وکړي خو وایې چې بریدګر د پولیسو دځوابی برید سره مخ سوه او دجګړی په ډګرکې دخپل یوه...

افغانستان

نصرت ارسلا:ریسان دې د پلان مطابق خپلې بودیجې مصرف کړي

توسط - نصرت ارسلا:ریسان دې د پلان مطابق خپلې بودیجې مصرف کړي

د پکتيا والي نصرت الله ارسلا د سکتوري رياستونو له مسئولینو سره په جوړه شوې غونډه کې له دوی وغوښتل، چې د ادارود بودیجې د پلان مطابق ولګوي.

  د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رئيس ډاکټر حفیظ الله احمدزي وویل په پکتيا کې د کوکنارو کښت د صفر کېدو په بدل کې د وزارت له لوري یومیلیون ډالرو مرسته...

افغانستان

نعیمي:د کوکنارو کرونکي دې مجازات شي

توسط - نعیمي:د کوکنارو کرونکي دې مجازات شي

د لغمان والي عبدالجبارنعیمي د دې ولایت امنیتي ادارو ته د کوکنارو د کرونکو د نیولو امر کړی.

والي نعیمي له امنیتي چارواکو سره په ګډه غونډه کې ویلي، له دې کار سره دې په لغمان کې د کوکنارو د کر کچه صفر او په دې توګه لغمان ته د یو میلون ډالره امتیازي انعام د ترلاسه کولو زمینه برابره...

افغانستان

کونړ: د اسعد اباد روغتون عاجله څانګه جوړه شوه

توسط - کونړ: د اسعد اباد روغتون عاجله څانګه جوړه شوه

د کونړ په مرکزي روغتون کې د بېړنیو پېښو نوې څانګه جوړه شوه.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، دا څانګه دایکو ټولنې په یو میلون افغانۍ جوړه شوې، چې لس بستریزه مجهزه خونه لري.

والي د څانګې جوړیدل یوه ښه لاسته راوړنه وګڼله او د کونړ له روغتیایي مرکزونو سره یې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

افغانستان

امنیت شورا:د مخورو امنیت ته خاص تدابیر نیسو

توسط - امنیت شورا:د مخورو امنیت ته خاص تدابیر نیسو

د ملي امنیت شورا مخورو ته د امنیت ساتنې لپاره یې د ځانګړو تدابیرو خبر ورکوي.

د دې شورا د دفتر مرستیال سلېمان کاکړ دا خبره نن په کابل کې د ننګرهار د قومي مخور ملک عثمان د لیدنې پرمهال په یوه دولتي روغتون کې وکړه.

ملک عثمان اوړمه ورځ په جلال اباد کې پخپل کور کې د ځانمرګي...

سيمه او نړۍ

اوباما: له ایران سره وروستۍ اټومي هوکړه د امريکا د پياوړي ډيپلوماسۍ نښه ده

توسط - اوباما: له ایران سره وروستۍ اټومي هوکړه د امريکا د پياوړي ډيپلوماسۍ نښه ده

امریکا وايي له ایران سره د وروستۍ اټومي هوکړې عملي کیدل د اټومي بم د جوړلو څخه د ایران مخنیوی و. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغې هوکړې عملي کیدل د امریکا د پیاوړې ډیپلوماسۍ نښه وبلله. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم د دغې هوکړې له عملي کیدو هرکلی کړی او د ایران او امریکا تر منځ...

سيمه او نړۍ

جاپان هم پر ایران د بنديزونو د لري کولو پرېکړه کړې ده

توسط - جاپان هم پر ایران د بنديزونو د لري کولو پرېکړه کړې ده

  د جاپان حکومت ویلي، له ایران سره خپلې اړیکې پیاوړې په منځني ختیځ کې د دغه هیواد د باور په بیا مندلو کې مرسته وکړي. په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، د اټومي هوکړې د عملي کیدو سره به د ایران اقتصاد هم وده وکړي. د جاپان چارواکي وايي، پر ایران به لګول شوي بندیزونه لري کړي. جاپان ‎په داسې حال کې...

سيمه او نړۍ

پاکستان د ایران او سعودي تر منځ منځګړیتوب کوي

توسط - پاکستان د ایران او سعودي تر منځ منځګړیتوب کوي

پاکستان د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د ښه والي له پاره منځګړیتوب کوي. د پاکستان لومړي وزیر له یو شمیر نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره نن سعودي عربستان ته سفر وکړ. پاکستاني چارواکي وايي، نواز شریف به د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزیز سره تر خبرو وروسته سبا ایران ته سفر وکړي. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د ایران او...

سيمه او نړۍ

د یمن په عدن ښار کې د موټربم له امله ۱۰ کسان ووژل شول

توسط - د یمن په عدن ښار کې د موټربم له امله ۱۰ کسان ووژل شول

  د یمن په عدن ښار کې د یوې موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول. دغه چاودنه د عدن ښار د امنیتي ځواکونو د یو مشر استوګنځي ته څیرمه شوې ده. تر دې دمه د دغې چاودنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی. په ورته وخت کې روسیې په یمن کې د اوربند په رامنځ ته کیدو ټینګار کړی دی. د یمن...

سيمه او نړۍ

په سوريه کې د هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي دي

توسط - په سوريه کې د هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي دي

د سوریې په رقا ولایت کې د هوايي بریدونو له امله د ۸ ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، په دغو هوايي بریدونو کې پلورنځي، رستورانتونه او صنعتي ځایونه په نښه شوي دي. د رقا ولایت څخه په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د دغو هوايي بریدونون له امله نږدې ودانۍ سختې...